اقتصاد او سوداګريځایی

طالبانو د دریو میاشتو په اوښتو لا هم د نوي کال بودجه نه ده توشیح کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې مالیې وزارت په یوه مکتوب کې لیکي چې له ټاکلي مودې د درې نیمو میاشتو په اوښتو لا هم بودجه نه ده توشیح شوې

هاخوا داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارې او په کندهار کې د طالبانو د امیر دفتر ترمنځ لوی کاري واټن موجود دی او کارونه په خپل وخت نه ترسره کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د درې نیمو میاشتو په تېرېدو لا هم د نوي کال بودیجه ترتیب او توشیح شوې نه ده.

د بودجې د توشیح ځنډېدل

دغه سرچینه وايي، چې د افغانستان د بودیجوي واحدونو مالي چارو ته په کتو او د مالي قوانینو پر بنسټ باید د نوي کال بودیجه د جدي په میاشت کې ترتیب او توشیح شي؛ خو لا هم دغه بودیجه نه ده ترتیب شوې.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د ملي بودیجې اندازه او د وزارتونو ونډه هم تر اوسه نه ده معلومه.

نور ولولئ: طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

نور ولولئ:  له کندهار بهر ته د وچې مېوې صادرات ۳۰سلنه زیات شوي

نور ولولئ: د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي

تازه مو د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت یو مکتوب تر لاسه کړی، چې د دغه وزارت له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته استول شوی دی.

په دغه وړاندیز لیک کې ویل شوي، چې بودیجه لا نه ده توشیح شوې او د دوی غواړي چې د ځانګړي تخصیص په بڼه د روانې حمل میاشتې د مامورینو معاشات حواله کړي.

وزارت مالیه 2
د افغانستان مالیې وزارت

په دغه وړاندیز لیک کې د ملا هبت الله حکم او لاسلیک هم ښکاري.

له سره د بودجې د ترتیبولو غوښتنه

د مالیې وزارت سرچینې وویل، چې که څه هم د ملي بودیجې احتمالي خاکه د ملا هبت الله دفتر ته لېږل شوې وه؛ خو په مالیې وزارت کې د عوایدو نوي رییس ته د ملا هبت الله له خوا دنده سپارل شوې ده، چې بودیجه له سره ترتیب او له نوموړي سره یې شریکه کړي.

سرچینې زیاته کړه: ” پخوانۍ خاکه له منځه تللې او د عوایدو رییس پرې له سره کار شروع کړی، د بودیجې ترتیب ځانګړی وخت غواړي حداقل یوه میاشت پرې لګي او وروسته توشیح او بیا د بودیجې انتقال دا درې څلور میاشتې نیسي”.

د طالبانو د مالیې وزارت دغه چارواکی وايي، چې له همدې امله د ملا هبت الله دفتر ته په لېږل شوي وړاندیز کې د ځانګړي تخصیص موده نه ده روښانه شوې.

د یادونې وړ ده چې د کابل او کندهار واکمنۍ ترمنځ موجود واټن د طالبانو په رژیم کې د اداري ستونزو لامل شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button