نړیوال خبرونه

طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

د طالبانو امنیتي ځواکونو دوشنبه د مارچ ۲۷ مه د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع الله ویسا چې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، په کابل ښار کې نیولی

د ښاغلي ویسا مشر ورور عطاء الله ویسا تايید کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې ورور له جومات څخه د وسلې په زور پرته له کوم دلیله نیولی او نامعلوم ځای ته یې له ځان سره وړی دی. عطاء الله ویسا زیاته کړه چې طالبانو یې ورور د کابل پنځمې حوزې خوشحال مېنې له (ویس کریمي) جومات څخه نیولی او وړی دی.

ښاغلي ویسا زیاته کړه:”زما ورور مطیع الله ویسا د مازدیګر په پنځو بجو جومات ته تللی و. د لمانځه څخه وروسته کله چې هغه بهر ته راووت، د طالبانو دوه موټر راغلل هغه یې زولانه کړ او له ځانه سره یې یووړ. مالومه نده چې کومې خوا ته یې وړی. مسوولیت د هغوی (طالبانو) دی”.

ویسا همدرانګه وویل چې د خپل ورور په هکله د مالوماتو لپاره یې له طالبانو سره اړیکې نیولې خو تر اوسه هیڅ کوم چارواکي ندي ویلي چې مطیع الله ویسا چیرته دی.

دې دواړو وروڼو عطاء الله ویسا او مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې د قلم لار په نامه ټولنه په افغانستان کې جوړه کړه چې د فعالیت ډیر تمرکز یې د پوهنې په برخه کې دی.

هغوی آن د تیر جمهوري نظام په دوره کې په هغو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره فعالیت کاوه چې ښوونځي پکې د بیلا بیلو دلایلو له کبله تړل شوي وو.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ولې مطیع الله ویسا نیولی، عطالله ویسا وویل:”په دلیل یې نه پوهیږم. مونږ یوازې د خپل ملت، انساني حقونو او د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره یوه ډله لرو او د ټولو لپاره تعلیم غواړو. ښایي دلیل یې همدا وي چې د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره تعلیم غواړو.”

ویسا زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم ورته ګواښونه شوي وو او پوهيدل چې یوه ورځ به ورسره داسې عمل کیږي. هغه وایي چې ۹ همکاران یې پخوا هم نیول شوي وو خو زیاتوي چې هیڅکله به د افغانستان د ولس لپاره د تعلیم د حق غوښتنې څخه لاس وانخلي.

مطيع الله ويسا وخت نا وخت بهر ته سفرونه هم کول

مطیع الله ویسا څو میاشتې وړاندې د بلجیم پایتخت بروکسل ته هم تللی و چې (تعلیم د ټولو لپاره) کنفرانس کې برخه واخلي. دا غونډه د سولې انسټیټیوټ جوړه کړې وه.

ویسا د روان ۲۰۲۳ کال د فبروري په میاشت کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر او نورو اروپایي چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو انځورونه په فیسبوک کې خپاره کړل.

نور ولولئ: د نجونو پر زده ‌کړو د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي

د هغه د فیسبوک په پاڼه کې ډیری لیکنې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم د اهمیت په هکله دي.

په تازه مطلب کې چې له نیول کېدو څخه یوه ورځ وړاندې یې پر فیسبوک خپور شوی، د څو تنو نجونو ویډیو ده چې د تعلیم د حقونو غوښتنه کوي. تر ویډیو لاندې په انګریزي ژبه لیکل شوي چې په ټول افغانستان کې سړي، مېرمنې، مشران او ځوانان د خپلو لوڼو د تعلیم لپاره د اسلامي حق غوښتنه کوي.

پخپله طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا د نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button