اقتصاد او سوداګري

طالبانو د ۷ کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل

طالبانو له داخلي او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پروسېس ۷ قراردادونه لاسلیک کړل

په دې کانونو کې د سرو زرو، مس عینک دویم، د صرب او جسټ او د اوسپنې کانونه شامل دي.

په هغو شرکتونو کې چې د استخراج او پروسیس تړونونه ورسره لاسلیک شول افغان، ایراني، ترکي، چینايي او بریتانوي شرکتونه شامل دي چې له افغان پانګوالو سره به په ګډه د کانونو د استخراج او پروسیس چارې پرمخ بیايي.

په دې کانونو کې څومره پانګونه کېږي

په دې هکله په جوړې شوې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وویل چې افغان او بهرني شرکتونه به پر دې کانونو د څه باندې شپږ نیم میلیاردو ډالرو پانګونه کوي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

د تخار ولایت د سمتي سرو زرو کان، میس عینک دویم، غور ولایت تولک ولسوالۍ د سرب او جست، او د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د څلورو کانونو د استخراج او پروسېس د تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د طالبانو د رئیس الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، او د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو هم ګډون درلود.

د ښاغلي دلاور په وینا د تخار د سرو زرو له کان ۵۶، د مس عینک دویم له کانه ۱۲ او هرات کې د اوسپنې له کانونو به ۱۳ سلنه افغانستان ته ورکول کېږي چې په وینا یې د تېرې ادارې لخوا د شویو تړونو پرتله لوړه کچه ده.

د افغانستان له اوو لویو کانونو نه د استخراج او پروسېس د تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې ځینو نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې او دا تړونونه یې نه یوازې په لنډې بلکې په اوږدې مودې کې هم د افغانانو په ګټه وبلل.

افغانستان کې د جګړو له امله د کانونو د استخراج زمینه نه برابرېده

د افغانستان د صنعکارانو ټولنې غړي او پانګوال شیرباز کمین زاده وویل، په تېرو کلونو کې د جنګ جکړو له امله پانګونې ته زمینه نه وه برابره خو اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او کورني او بهرني پانګوال کولای شي چې په پوره ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نور ولولئ: اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د یادولو ده چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومترو په مساحت د سرو زرو د کان، د ۲۴۵ کیلو متر مریع مس عینک دویم کان، د غور ولایت د تورلک ولسوالۍ د دوه سوه او اوه کلیومترو په مساحت کې د صُرب او جست کان، او د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د څلورو کانونو قراردادونه افغاني او بهرنیو شرکتونو ته د ۵ او ۳۰ کلونو لپاره ورکړل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button