کورني خبرونه

طالبانو په کندهار ولایت کې پر تصویر او ویډیو اخیستو بندیز لګولی

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي خلکو ته امر کړی چې له تصویر او ویډیو اخیستو ډډه وکړي

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشېرین اخوند د یک‌شنبې په ورځ د کندهار ملکي او نظامي ادارو ته یو مکتوب لېږلی چې پر بنسټ یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وکړي. هغه وايي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نه‌دی.

نوموړی زیاتوي: «د کندهار ولایت مقام د دغه ولایت ټولو مسوولانو او ادارو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکي کې د ژوندیو موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستو څخه ډډه وکړي؛ ځکه دغه کار له ګټې نه ډېر زیان لري.»

taking video2
طالبانو پر ویډیو او تصویر اخیستو بندیز لګولی

د خبریالانو اندېښنې

په ورته وخت کې د افغانستان د خبريالانو اتحاديې مسوولان په کندهار کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخيستو لګېدلي بنديز اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې دغه کار به خبريالانو ته په سرخوږي بدل شي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.

taking video3
طالبانو پر ویډیو او تصویر اخیستو بندیز لګولی

نور ولولئ: هوټلونو ته د امربالمعروف نوی امر

نور ولولئ: خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

نور ولولئ: افغانستان کې طالبانو پر ځینو کتابونو بندیز ولګاوه

د افغانستان د خبريالانو اتحاديې رییس حفيظ‌الله بارکزی وايي: «د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز په راتلونکي کې د رسنیو کار له ستونزو سره مخامخ کوي او هغه ستونزې چې اوس شته، د پالیسي نه لرلو له کبله دي. سرپرست حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.»

طالبان یو څه وايي او کېږي بل څه

طالبانو بار، بار د رسنیو د فعالیت لپاره د نوي قانون د توشیح کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی دغه قانون د طالبانو امیر ملا هیبت الله اخند ته لېږلی دی. خو تر اوسه لا هم د هغه قانون په اړه بیا رسنیو ته تازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

taking video1
طالبانو پر ویډیو او تصویر اخیستو بندیز لګولی

په ورته وخت کې خبریالان له طالبانو غواړي چې د يادې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي او بېرته یې واخلي، ځکه نننۍ نړۍ د ټکنالوژي او خبر رسولو نړۍ ده.

د یادونې وړ ده چې طالبان په داسې حال کې پر تصویر او ویډیو اخیستو بندیز لګوي چې ددوی تر کنټرول لاندې ملي ټلويزویون او نورې رسنۍ همدا د دوی تصویر اخلي او خپروي یې. پر دې سربېره داسې ښکاري چې د کندهار او کابل واکمني د نظر اختلاف هم لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button