سیمه‌ییز

طالبان: خوست کې مو ۱۷ کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمه وايي، په خوست کې ۱۷ کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړي ده

په داسې حال کې چې د طالبانو پر قضايي سیسټم نیوکې کېږي، په ولایاتو کې د خلکو پر وړاندې خلکو ته سزاګانې ورکوي او په درو یې وهي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست کې یې ۱۷ کسانو ته د « لواطت، نامشروع اړیکو او غلا» له امله تعزیري سزا ورکړې ده. نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (لړم درېیمه نېټه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د خوست لومړۍ محکمې تېره ورځ چهارشنبه ۱۷ کسانو ته د «لواطت، نامشروع اړیکو او غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

په سزا رسېدلو کسانو هویئت نه دی څرګند

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د خوست لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر ۱۷ تنو عملي شوه.

نور ولولئ: د خوست طالب والي: افغانستان لوستي بشري قوه له لاسه ورکړي ده

نور ولولئ: طالبانو په خوست ولایت کې د تېر نظام یو سرتېری له سختو وهلو وروسته زندان ته اچولی

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې اوو تنو ته چې طالبانو مجرمان بللي، درې تنو ته یې د یو، یو کال او اته میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او درې تنو نورو ته شپږ ـ شپږ میاشتې تنفيذي بند او له ۲۵ تر ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

طالبان وايي، پاتې یوه تن مجرم ته یې د لس میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.

د بشري حقونو د سازمانونو نیوکې

د طالبانو ستره محکمه وړاندې وايي، چې د دغو کسانو له ډلې لس تنه یې تورن پېژندل شوي چې له ډلې یې نهو تنو هر یوه ته یو ـ یو کال تنفیذي بند سزا او له ۳۰ تر ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې او پاتې یوه تن ته یې د یوه کال او پنځو میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

پر دې سربېره د طالبانو پر قضايي سیسټم هم نیوکې کېږي او ویل کېږي چې ددوی د جرم پلټلو میتود زوړ دی او کېدای شي، زیات په کې بېګناه کسان قرباني شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button