هنر او ادب

طالبان هغه لوحې له منځه وړي چې متنونه یې د ملي ټرمینالوژۍ سره ټکر کې وي

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه لوحې له منځه وړي چې متنونه یې د ملي ټرمینالوژۍ سره برابر نه وي

د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې په کابل ښار کې سوداګر او نور علمي او اداري بنسټونه دې د خپلو سوداګریزو مرکزونو او اړوند دفترونو پر ليکدړو لیکل شوي متنونه د افغانستان د ملي ټرمینالوژۍ له مخې سم کړي.

دوی وايي دغه کار يې له کابل پیل کړی او ولایتونو ته یې غځوي.

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

د وزارت د اعلان له مخې په ځینو سوداګریزو مرکزونو لګېدلي هغه انځورونه چې د دوی په وینا له شریعت سره په ټکر کې دي، لرې به يې کړي.

طالبانو دا کار له کابله پیل کړی

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي ویلي دغه هڅه يې لومړی له کابل ښار پیل کړې او تر دې وروسته به يې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

هغه وړاندې وايي: «د ټولو اصنافو (هټیو، استوګنځیو، سوداګریزو مرکزونو، مؤسسو او نورو بنسټونو) د امتیاز خاوندانو او متشبثينو ته، چې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې یې په بهرنیو ژبو لیکل شوې دي او یا معیاري نه دي (غیر شرعي انځورونه او ناسم متنونه لري او په نامناسبو ځایونو کې نصب دي) خبر ورکول کیږي، چې خپلې لوحې او د اعلاناتو تابلوګانې اصلاح کړي او هغه اصطلاحات او کلمات دې په کې وکاروي، چې د هېواد په ملي او سیمه ییزو ‌ژبو کې کارول کیږي.»

نور ولولئ: نړۍ د مولانا محمد جلاالدین بلخي له نظره

هغه وړاندې وايي، ځينې هغه کلمې پکې استثناء دي چې د افغانستان په ملي ژبو کې ورته بل بدیل و نه لري.

تر دې وړاندې طالبانو په ځېنو ولايتونو کې د لویو حکومتي اداري بنسټونو او پوهنتونو لیکدړې بدلې کړې او پر ځای يې هغه ژبې کارولې چې د دوی په خبره له لسیزو راهیسې د افغانستان د ملي ټرمینالوژۍ برخه دي.

د طالبانو پر وړاندې غبرګونونه

د بلخ له پوهنتونه یوه ځايي سرچينه وايي چې طالبانو د دغه پوهنتون لیکدړه له دانشګاه څخه د پوهنتون نوم ته په اړولو د فارسي ژبې ځينې استادان او زده کړیالان خوابدي کړي و خو له وېرې يې څه نه شوی ويلی.

هغه وايي: «زه په دې پوهيږم چې موږ پخوا په ټولو ځایونو کې پوهنتون لیکل خو د علمي کچې تر لوړېدو وروسته په تېرو کلونو کې د پوهنتون نوم په دانشګاه بدل شو، طالبانو بیرته هغه په پوهنتون بدل کړ.»

افغانستان پښتو انټرنیشنل زیاتوي چې طالبانو تېر کال د بلخ پوهنتون او ځينو نورو هغو له لیکدړو څخه د دانشګاه نوم لرې کړ او پر ځای يې د پوهنتون نوم ولیکه.

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د هغه مهال وياند احمد تقي ویلي و چې دغه کار يې په لوړو زده کړو وزارت کې د شته قانون په رڼا کې کړی.

هغه ویلي و: «دانشګاه یوه ایرانۍ اصطلاح ده چې د ایران د فرهنګي یرغل پرمهال افغانستان کې رواج شوې او حتا په مهمو دولتي لوحو لیکل شوې، موږ يې نه منو او د شته قانون له مخې به ټول پردي اصطلاحات لرې کوو.»

طالبانو په خپل تېر څه باندې دوه کلن مزل کې د دوی تر واک لاندې د څو ادارو له استازو یو ګډ کمیسیون جوړ کړی چې د دوی په وینا په کابل او ولایتونو کې به په حکومتي او نورو بنسټونو له لیکدړو څخه د دوی په وينا پردي اصطلاحات پاکوي او پر ځای به يې د افغانستان د ملي ټرمینالوژۍ له مخې نوي متنونه لیکي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button