ژوندژوند او ټولنه

طالبان وايي چې تورخم ته د کډوالو د ثبت لپاره تخنیکي ډله رسېدلي

طالب ویاند بلال کریمي وايي چې تورخم ته یې د کډوالو د بهیر د ثبت لپاره یې تخنیکي ټیمونه او وسایل لېږلي دي

تورخم کې له پاکستان را اوښتي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي چې تر اوسه ورسره ځانګړې مرسته نه ده شوي، خو طالبان وايي چې له کډوالو سره د همکارۍ کولو پلان موجود دی چې ژر به عملي شي.

د طالبانو ویاند مرستیال د چهار شنبې په ورځ (د لړم لسمه) پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د کډوالو د ستونزو د کمېدو په موخه تورخم ته د کډوالو د ثبت بهیر لپاره تخنیکي ډلې او وسایل رسېدلي دي. هغه وايي، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ټولو کمیټو خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

نور ولولئ: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار دي

بلال کریمي لیکلي، د ثبت، تثبیت او هرکلي کمیټې له‌خوا لسګونه تخنیکي کسان چې کمپیوټرونه او اړوند وسایل ورسره دي، تورخم ته رسېدلي.

د ثبت لپاره بېلابېل مرکزونه موجود دي

نوموړی زیاتوي، دغه کمیټه به ډېر ژر د ثبت بهیر د ثبتولو په بېلابېلو مرکزونو کې پیل کړي، چې د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او د کدوالو ستونزې ورسره را کمې شي.

طالبان له هغه وروسته په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي، چې د پاکستان له لورې په زور د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده.

همدارنګه طالب چارواکي وايي، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د ټرانسپورټ او روغتیا کمیټو هم خپل فعالیتونه پیل کړي. د دوی په خبره د روغتیايي ډلو تر څنګ یې سلګونه موټر او وسایل تورخم ته لېږلي دي.

له پاکستان څخه ناقانونه کډوال ویستل کېږي

نن چهار شنبه د نومبر لومړۍ نېټه د پاکستان له لورې د افغان کډوالو د اېستلو عملیاتو د پیل لومړۍ ورځ ده.

پاکستان ویلي، چې ۱،۴ مېلیونه هغه افغان کډوال په زور افغانستان ته استوي چې په پاکستان کې د مېشتېدو قانوني اسناد نه لري.

نور ولولئ: اسلام اباد د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو خبره ونه منله

بل خوا افغانستان ته د کډوالو په ستنېدو د کډوالو د اوسېدو او هغوی ته د کاري زمینې د نشتوالي په اړه هم اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

خو پر دې سربېره داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبان راغلي کډوال بایومیټریک کوي او که په هغوی کې پخواني نظامیان موجود وي، نو نامعلوم ځای ته یې انتقالوي، خو طالبان بیا وايي چې دا ثبت د کډوالو په ګټه دی او منظمې مرستې به ورسره کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button