ټکنالوجيسات تيريکورني خبرونه

طالبان کابل ښار کې شپېته زره امنیتي کمرې نسبوي

طالبان وايي، د کابل ښار د امنیت په خاطر ۶۰ زره کمرې نسبوي تر څو امنیتي پېښې وڅاري

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د چین هواوې شرکت له طالبانو سره په توافق امنیتي کمرې نسبوي او د سایبر سیکیورټي برخه کې دې باندې نیوکې هم وشوې.

خو اوس تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل ښار او د پلازمېنې په ځینو برخو کې یې د امنیت د ټينګښت په موخه امنیتي کمرې لګولې دي.

طالبان وايي، چې د خلکو په مرسته يې د کابل ښار په ځینو برخو کې ۶۰ زره امنیتي کمرې لګولې دي.

په دې اړه د طالبانو ټویټونه

د طالبانو تر لاس لاندې د ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د خلکو په مرسته يې د کابل ښار په ځینو برخو کې ۶۰ زره امنیتي کامرې لګولې دي.

تېر کال په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو، یو پروګرام یې پیل کړی چې له مخې به یې خلک په «خپلو کورونو او خونو کې امنیتي کمرې لګوي، چې د امنیت په ټينګښت کې همکاري وشي.»

نور ولولئ: نور به د انډسکوپي پر ځای دا کپسول د معدي معاینات کوي

هدایت الله هدایت وویل، چې ډېر ژر به د کابل ښار نورې سیمې چې تر اوسه د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه دي راغلې په امنیتي کامرو سمبالې شي.

دغه طالب مسوول لیکلي، چې د دغو کامرو په لګولو سره به د کابل ښار «نور هم خوندي شي، د امنيتي کامرو په کارولو سره مو د ځینو جنايي پېښو مخه هم نيولې ده.»

طالبان دا کار د جرمونو د مخنیوي په خاطر بولي

هدایت زیاته کړه، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې د جرمونو د کمولو په موخه به دغه پروګرام د افغانستان په نورو ښارونو کې هم پلې کړي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، طالبانو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو او هټیو کې دې امنیتي کامرې ولګوي.

د خلکو په وینا، د طالبانو کورنیو چارو وزارت د معلوماتو د ثبت فورمې په کورونو وېشلې، د کورونو مالکانو او هټۍوالو ته یې خبرداری ورکړی چې که کامرې و نه لګوي نو سزاء به ورکړي.

طالبانو د کورونو مالکانو او هټۍوالو ته ویلي، چې د امنیتي کامرو د لګولو امر یې لازمي دی.

دا کار په داسې وخت کې کېږي چې سوداګر او عام خلک د طالبانو له درنو مالیاتو په تنګ راغلي او نه شي کولی چې دې بې کارۍ کې دا دروند بار پورته کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button