نړیوال خبرونه

کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو لړۍ پیلیږي

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، له دوو اونیو راهیسې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو چارې پیل شوې دي.

د قومندانۍ ویاند
د دې قومندانۍ د ویاند په وینا، تر اوسه یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي او لا هم دغه بهیر دوام لري. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي: «دغه یوازي یوه سپارښتنه ده، دوی ته یوازې ته د کمرو اهمیت ښودل دي، جبري نه‌دی چې هر شخص به یې حتماً لګوي، خو په لویو-لویو ښارګوټو کې چې په کومو ځایونو کې یې دروازې دي، د ښارګوټو مسوولان مکلف دي چې کمرې ولګوي

 نور یی ولوله | بلخ ولایت کې د نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز جوړېدل

 نور یی ولوله | کابل کې افغان انجنیرانو په لومړي ځل د یوې الوتکې “سي چک” بشپړ کړ

د کابل یو شمېر اوسېدونکي
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي کمرو د پېرلو وس نه لري. د کابل اوسېدونکی محمد هادي وايي: «کله چې برښنا نه‌وي، څه ډول امنیتي کامري فعالې شي او له امنیتي پېښو مخه ونیسي. د کابل یو بل اوسېدونکی میر احمد زیاتوي: «امنیتي کمرې پیسو ته اړتیا لري، د خلکو اقتصاد خراب دی او دومره توان نه‌لري چې پنځه یا شپږ زره افغانۍ کامرې وپېري

د نظامي چارو ځینې شنونکي بیا د امنیتي کمرو نصبول د حکومت کار ګڼي. د پوځي چارو کارپوه اسد الله ندیم زیاتوي: «د امنیتي کامرو لګول، کار او د فعالیت یې باید د قانون او خلکو له کلتور سره سم، د دولت مکلفیت دی، کورونه خصوصي حریمونه دي. تر دې مخکې تېر حکومت هم په ۲۰۲۰ کال کې په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو چارې پیل کړې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button