نړیوال خبرونه

عام ولس: د امیرالمومنین اختریز پیغام کې په تمه وو چې د نجونو د ښوونځیو پرانستلو اعلان به وکړي

د هېواد یو شمیر اوسیدونکي وايي، دوی تمه درلوده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ

 په پیغام کې به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو یادونه هم وشي.خوداسې ونشول.او نجونې بیا ځلې بې برخه لیکه پاتې شوې.

دا هېوادوال چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه اندېښن دي وايي، وایي، تمه یې درلوده چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده به کندهار کې د اختر لمانځه د ادا کولو پر مهال د نجونو ښوونځیو د خلاصون په اړه خبرې وکړي، خو د تمې خلاف یې دغې مسالې ته هېڅ اشاره و نه‌کړه. د پروان يوه اوسېدونکي محمد ادريس سکندر وايي: «زما لور له ما څخه پوښتنه کوي چې ښوونځي به کله پرانيستل شي، څو خپل درسونه هېر نه کړم، دا جمله پر ما ډېر اغېز کوي

نور یی ولوله | اا : موتږغواړو نړیوالو سره رسمي اړیکې جوړې ک

بل‌ خوا یو شمېر د نجونو زده کوونکو کورنۍ وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو

 پر وړاندې د ښوونځیو تړل کېدو د دوی زغم پای ته رسولی دی. ورته مهال د شمالي ولایتونو یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، د اسلامي امارت څلور مخیزه پیغام چې د اختر لمانځه پر مهال جوماتونو کې ولوستل شو، په‌کې پر اساسي موضوعاتو لکه د ښوونځیو پرانیستل، د بې‌وزلۍ او وزګارۍ مخنیوی او نورو مهمو مسایلو هېڅ خبرې نه‌وې شوې

د پروان ولایت اوسېدونکی ضیاء الدین ضیاء وايي: «د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغام خپور شو؛ تمه وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د بې وزلۍ او بېکارۍ په اړه خبرې وشي. د کاپيسا اوسېدونکى فردين کوهستاني وايي: «په تېرو اخترونو کې به خلکو د جامو، وچې مېوې او قربانۍ د پېرلو توان درلود، خو په‌دې اختر کې لږو کسانو د اختر د پېرلو توان درلود

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button