ځایی

عباس ستانکزی: علم په نر او ښځه فرض دی، باید زمینه یې برابره شي

دغه لوړ پوړی طالب چارواکی وايي، هیڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بیا د افغان نجونو پر زدکړو له ټینګار سره وویل، هیڅوک دا نشي ثابتولی چې پر چا علم فرض او پر چا نه دی.

شېر محمد عباس ستانکزي نن کابل کې د نجونو د مدرسې د فراغت غونډې ته وویل، د یوه هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار د ښځو او نارینه وو د علم زدکړه ده.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام دنجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتوي.

د نجونو له زدکړو د عباس ستانکزي ملاتړ

ښاغلي ستانکزي د ځینې نورو طالب چارواکو برعکس چې پرمختللي زدکړې مباح ګڼي، په ځلونو د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ ټينګار کړی.

هغه یو ځل بیا په دغه پروګرام کې ویلي، چې علم پر نر او ښځه «فرض» دی.

stanikzai1
افغان ښځینه زده‌کړلیانې د ازموینې پرمهال

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز وایي، د هېواد د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او علمي چارو د پر پښو درولو او پرمختګ یوازینۍ لار زدکړې دي.

نور ولولئ: کمپاین کوونکي د ښځو د تعلیم مخنیوی غیر اسلامي بولي

نور ولولئ: د ښځینه زده‌کوونکو انتظار ته ځواب شته؟

نور ولولئ: عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، له علم پرته هیڅ یو ملک پرمختګ نشي کولی او د علم دروازې باید خلاصې شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې او تر هغه وروسته بیا د پوهنتونونو په ګډون د ټولو روزنیزو مرکزونو دروازې هم وتړل شوې.

stanikzai2
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی

د طالب رژیم چاوراکو ډاډ

که څه هم له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو د افغان نجونو پر زدکړو بندیزونه لګولي، خو ددې تر څنګ یې په هره غونډه، سیمنار، ورکشاپ او نورو راټولېدنو کې ویلي چې دوی د نجونو زدکړو ته ژمن دي او زمینه به برابروي.

تېر کال طالب رژیم ملت ته ډاډ ورکړ چې د نجونو د زدکړو په اړه پالیسۍ چمتو کوي، نو د څو کلونو په تېرېدو لا هم دوی نه دي توانېدلي چې د پالیسۍ جوړولو په اړه ملت ته وضاحت ورکړي.

خو افغان ملت او نړیوال بنسټونه بیا د طالب رژیم پر ژمنو باور نه کوي، ځکه په دې برخه کې یې تر اوسه د باور وړ ګام نه دی پورته کړی.

د یادولو ده چې طالبانو د واکمنۍ په خپله لومړۍ دوره کې هم د نجونو پر زدکړو او تعلیم کولو بندیزونه وضع کړي وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button