نړیوال خبرونه

عبدالسلام حنفي: مونږ د پوهني او روزنې کیفیت ته ژمن یو

د ریاست الورزا دويم مرستيال په هغو مراسمو کې چې د تلې د دیارلسمې «ښوونکي نړۍوالې ورځې» په مناسبت په اماني لېسه کې جوړ شوي وو، وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ښوونې او رزونې د کيفيت او کميت ودې ته ژمن دى.

عبدالسلام حنفي

عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې، د مګړۍ اسلامي امارت د څه باندې ۸۰۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه له خپلې ملي بودیجې ورکوي. ښاغلي حنفي زیاته کړه:«کابو ۸۰۰ زره حکومتي پرسونل په خپلې کورنۍ او ملي بودیجه تمول وو

رسمي شمېر

د رسمي شمېر پر بنسټ، دمګړۍ څه باندې ۲۴۷ زره ښوونکي پر تدریس بوخت دي. د پوهنې وزارت د کیفیت او تضمین معینیت سرپرست وايي، د ښوونکو ۲۰ زره نور بستونه یې هم رامنځته کړي دي. د پوهنې وزارت د کیفیت او تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق وویل:«۲۴۷ زره ښوونکو لرو موږ د هغوی د معنوي ارتقا او د معاش د ورکړې مسوول یوو.

نور یی ولوله | د تخنیکي تعلیماتو رییس:دیني عالمان د ښوونځیو بیاپرانیستو لپاره سلامشورې کوي

نور یی ولوله | هرات کې د نجونو لخوا جوړې شوی نقاشی نندارې ته وړاندې شوې

د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور هم څرګنده کړه:«په اوسنیو شرایطو کې که موږ اړ یوو علت یې دا دی چې موږ د تعلیم په برخه کې تر هغې کچې چې اړتیا ده کار نه دی کړی. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت ګډونوالو چارواکو د نجونو د متوسطو او لېسو د خلاصون په تړاو څه ونه ویل

ښوونکي له اسلامي امارت غواړي ښوونځي خلاص کړي

خو یو شمېر ښوونکي له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیزي.

د حبیبې لېسې مدیر محمد آصف وویل:«ټولو هېوادوالو ته باید د تعلیم زمینه برابره وي او هیله لرم چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پیل شي. ښوونکی عبدالغفار هم وايي:«ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي اړینه ده چې د راتلوونکي نسل د روزلو لپاره په لومړي ګام کې رغنده رول لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button