عثمان غني د ښې توپوهنې په مټ پړانګان بریالي کړل

ځړول شوی:جولای 29, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د سپین غر پړانګانو لپاره عثمان غني زبرسته توپوهنه ترسره کړه او د امو نهنګانو پر وړاندې يې خپله لوبډله بریالۍ کړه

امو نهنګان او سپین غر ټایګرز په کابل کرکټ لوبغالي کې

د شپږیزې کرکټ لیګ ۲۱مه لوبه د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې سپین غر پچه وګټله او لومړی يې امو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې درویش رسولي ۵۱ او عبدالوصي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سپین غر له خوا نه محمد ابراهیم او یمین احمدزي ۲-۲، فرید احمد او شرف الدین اشرف ۱-۱ ویکټ واخیستې

نور یی ولوله | راشد خان شپږيزې لپاره کابل ته رازي

نور یی ولوله | محد نبي کابل ته راورسېد

د سپین غر ټایګرز لوبډلې په ۱۴.۱ اورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې کړې

د ۱۳۶ منډو هدف د سپین غر پړانګانو لوبډلې په ۱۴.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې د امو نهنګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د سپین غر پړانګانو لپاره عثمان غني ۷۲ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې. د امو نهنګانو له خوا نه یوسف ځاځي، بلال خان او عبدالله تڼیوال ۱-۱ ویکټ واخیستې

سپین غر په شپږمه لوبه کې پنځمه بریا خپله کړه او د ۱۰ نومرو سره په پواینټس ټېبل کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه، همدا راز امو نهنګانو په شپږمه لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه.سپیو غر د دې وړاندې هم ډېری لوبو کې هم ماتې خوړلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.