لوبې خبرونه

راشد خان شپږيزې لپاره کابل ته رازي

راشد خان شپږيزې لپاره کابل ته رازي. د سپین غر پړانګانو لپاره عثمان غني زبرسته توپوهنه ترسره کړه او د امو نهنګانو پر وړاندې يې خپله لوبډله بریالۍ کړه.

د شپږیزې کرکټ لیګ ۲۱مه لوبه د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې سپین غر پچه وګټله او لومړی يې امو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نور یی ولوله | محد نبي کابل ته راورسېد

نور یی ولوله | شاداب خان: راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۴ ویکټې اخیستلو توان لري

امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۵ منډې جوړې کړې

امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې درویش رسولي ۵۱ او عبدالوصي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سپین غر له خوا نه محمد ابراهیم او یمین احمدزي ۲-۲، فرید احمد او شرف الدین اشرف ۱-۱ ویکټ واخیستې. د ۱۳۶ منډو هدف د سپین غر پړانګانو لوبډلې په ۱۴.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې د امو نهنګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سپین غر ټایګرز لپاره عثمان غني ۷۲ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې.

د سپین غر پړانګانو لپاره عثمان غني ۷۲ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې. د امو نهنګانو له خوا نه یوسف ځاځي، بلال خان او عبدالله تڼیوال ۱-۱ ویکټ واخیستې. سپین غر په شپږمه لوبه کې پنځمه بریا خپله کړه او د ۱۰ نومرو سره په پواینټس ټېبل کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه، همدا راز امو نهنګانو په شپږمه لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button