سات تيري

عمران خان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره کومک وکړي

پاکستان وزيراعظم عمران خان پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړ.تر څو عام افغانان خپل ژوند په عادي ډول ترسره کړي او روزانه چارو ته ېې زیان ونه رسیږۍ.

وزيراعظم عمران خان په خپله وينا کې د افغانستان پرتازه حال، د هندوستان تر انتظام لاندې کشمېر، اسلاموفوبيا، اقليمي بدلون، د بدعنوانۍ طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل نیولی وو او  پر اوومه د سېپټېمبر یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې عمران خان وويل چې نړۍ دې د افغان ولس په خاطر د طالبانو حکومت پياوړی او قوی کړ. ده وویل:”طالبانو څه ژمني کړې وې؟ هغوی به د بشري حقونو درناوی کوي،

هغوی به ټولشموله حکومت جوړوي، هغوی به خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کاروي او هغوی ټولو ته عفوه هم اعلان کړه. که چيرې نړيواله ټولنه هغوی ته مراعات ورکړي او ورسره خبرې وکړي، دا به د ټولو لپاره یو شان ګټور وي. د عمران خان په وینا، دا ځکه چې دا هغه څلور شرطونه ول چې په دوحه کې امريکا له طالبانو سره پرې خبرې کولې وزيراعظم زياته کړه

چې افغانستان تر يو حساس وخت تېريږي او بايد د وخت ضايع کولو پر ځای يې بشري مرستي وکړل شي. عمران خان په وينا کې دا هم وويل چې په امريکا او اروپايي هېوادونو کې ځيني سياستوال په افغانستان کې د روانو حالاتو ذمه وار پاکستان بولي خو په دې هر څه کې تر ټولو زيات پاکستان اغېزمن شوی دی.

د ده په خبره په پاکستان کې اوس هم ۳۰ لاکه افغان کډوال استوګن دي. په پېښور کې خبريال او شنونکي محمود جان بابر د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان حالاتو تر ټولو زيات پاکستان اندېښمن کړی دی او که چيرې په هغه هېواد کې حالات پر سم لور نه ځي نو د دې تر ټولو زيات اثرات به پر پاکستان وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button