لوبې خبرونه

فضلي: ژر به فیصله وشي چې افغان کرکټ لوبډله به د کوم بیرغ لاندې لوبه کوی

 افغانستان
  افغانستان

د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي افغان ملي لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریز جام د کولو لپاره په ۷مه د اکتوبرله کابله روانیږی. دا نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷مه شروع  او د افغان لوبډلې لومړۍ سيالی به  د اکتوبر په ۲۵مه کوی.

حاجي عزیز الله فضلي په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لوبډله یې د قطر له لارې اماراتو ته ځي. شاغلی زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله حلشي چې افغان ملي لوبډله به کرکټ کې د طالبانو او که د افغانستان د تور، سور او زرغون بېرغ لاندې لوبېږي.او د ملي سرود مسله به هم حل شي .د نړۍ هېڅ هېواد پر افغانستان د طالبانو واکمني لا په رسميت نه ده پيژندلې.

articleimg

له دې امله یې په نړيوالو سياليو کې د کرکټ ملي لوبډلې د ګډون په اړه ګڼې اندېښنې او پوښتنې راپورته شوې دي هغه وخت لا زیاتې شوې چې د اسټريليا کرکټ بورډ اعلان وکړه چې د افغان لوبډلې سره به د نومبر په ۲۷مه پلان شوې ټيسټ لوبه وځنډوي ځکه چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په لوبو کولو محدودیتونه عملي کړي دي. د همدې محدوديتونو او د سر پناه اخیستو لپاره د افغان مېرمنو د فټبال ملي لوبډله هم له افغانستانه وتلې او دا مهال په پرتګال کې ده.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

فضلي زیاته کړه چې د مشهور افغان لوبغاړي راشد خان سره یې هیڅ خفه ندی  او هغه ورته اطمنان ورکړی چې د لوبډلې د يو غړي د نړيوال جام ګټل هدف دی. یاده دې وي چې راشد خان د سیپتمبر په نهمه له هغې څو شېبې وروسته د احتجاج په ډول استعفاء ورکړه چې افغان کرکټ بورډ د نړيوال شل اووریز کرکټ جام لپاره لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ د هغه پر ځای محمد نبي د لوبډلې مشر ا او  هغه انتخاب  کړه لوبډله کې یې بدلون یی ونه کړه چې ځيني داسې مشران لوبغاړو ته موقع ورکړه چی  ډيره وخت یې کرکټ نه دی کړی. راشد خان هغه وخت ويلي وو چې بورډ ورسره د لوبډلې په غوره کولو کې مشوره نه ده کړې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button