نړۍ خبرونه

فېسبوک ماشومانو ته تاوان رسوي او دیموکراسي کمزورې کوي

 امریکا امریکا

د فېسبوک یوې پخوانۍ کارمندی د امریکا سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي د یاد شرکت وېبپانې او اپلیکېشنونه ماشومانو ته زیان رسوي ټولنه کې ځانته والی رامنځته کوي او د امریکا دیموکراسي کمزورې کوي

   ۳۷کلنه فرنسز هاګن پخوا فېسبوک شرکت کې د تولیداتو مدیره وه خو وروسته یې د یاد شرکت د کړنو په باره  رازونه ښکاره کړه او مخالفه  شوه . نوموړې تېره یکشنبه (سي بي اېس) تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي وو،‌ د فېسبوک ګڼ داخلي اسناد یې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره شریک کړي دي. یادې ورځپاڼې د همدې اسناد پر بنسټ ویلي، د انسټګرام یوې خپلې څېړنې موندلې چې دا شبکه د نجونو رواني روغتیا ته توان رسوي

article 7

په دې وروستیو کې پر فېسبوک نیوکې ډېرې شوې دي او ګڼو نړیوالو ادارو د یاد شرکت د نظارت غوښتنه کړې خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دغه نیوکې رد کړې او وایي دې وروستیو کې خبري پوښښ د دې شرکت ناسم انځور وړاندې کړی نوموړي د فېسبوک کارکوونکو ته په یوه لیک کې ویلي، دوی کوشش کوي چې پر انټرنېټ د تاوان  رسوونکو موادو مخه ونیسي روڼوالی رامنځته کړي او د مهمو مسایلو په اړه څېړنې وکړي

ښاغلي زوکربرګ همدا راز ټینګار کړی چې د انسټګرام څېړنه غلطه تعبیر شوې او وایي، زیاتی نجونې د دې شبکې په اړه ښه تجربه لري. فېسبوک په نړۍ کې د خواله رسنیو تر ټولو پراخ او مشهور شرکت دی او هره میاشت ۲ اعشاریه ۷ میلیارده فعال کاروونکي لري همدا راز سلګونه میلیونه کسان د فېسبوک نور اپلیکېشنونه، لکه انسټګرام او وټسپ هم کاروي خو مخالفین یې انتقاد کوي چې یاد شرکت د کاروونکو محرم معلومات نه دي‌ خوندي‌ کړي او د ناسمو معلومات د خورېدو مخه یې نه ده نیولې

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

. اغلې هاګن وویل زه نه پوهېږم چې ولې خراب شوي وو. خو دومره پوهېږم چې دې موده کې فېسبوک د ټولنیز بیلتون پراخولو، د دیموکراسۍ بې ثباته کولو او ځوانو نجونو او ښځو ته د ځان په باره بد احساس ورکولو لپاره ونه کارول شو. سنا مجلس کې دیموکراتان او جمهوري پال سناتوران دواړه پر دې سلا شول چې فېسبوک شرکت کې بدلونونو ته اړتیا شته دا یوه کمسارې موضوع ده چې د امریکا د دوو لویو سیاسي‌ ګوندونو استازي یې په اړه یوه خوله دي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button