ژوند

قابلو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې قابلې ډېرې خو کاري فرصتونه ورته نه شته

په افغانستان کې د قابلو د روزنې ځينې بنسټونه وايي چې په وروستیو کې زرګونه قابلې روزل شوې دي خو په لرو پرتو سیمو کې یې له کمښت او سختې اړتیا سره سره، بیا هم کاري فرصتونه ورته نه شته او بې روزګاره دي

د ۲۰۲۰م کال د یوې څېړنې له مخې په دغه هېواد کې ټولټال ۳۷ زره ښځينه قابلې شته خو ایله اووه زره یې په دولتي او شاوخوا پنځه زره یې په خصوصي سکتور کې په دندو بوختې او نورې بې روزګاره دي. په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې کاري فرصتونه ورته ډېروي.

نن د مې پنځمه د قابلو نړیواله ورځ ده او په دغه رپوټ کې مو په افغانستان کې د دوی وضعیت ته لنډه کتنه کړې.

د پوهنتونونو د بندښت له کبله نجونو قابلګۍ ته مخه کړې

له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن او نجونې یې له منځنيو او لوړو زدکړو منع کړې دي، یوازې د طب اړوند ځينې څانګې شته چې د ښځينه زدکوونکو پر مخ یې دروازې نه دي‌ تړل شوې. قابلګي هم همداسې یوه څانګه ده.

نور ولولئ: د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې

ښايي ځکه په دې وروستیو کې ښکاري چې له ۱۲ ټولګي فارغو شویو نجونو د دې مسلک زدکړې ته کار ویلی دی.

که دا شوق دی او که مجبوریت خو د ځينو شمېرو له مخې یې په افغانستان کې د قابلو شمېر ډېر کړی دی خو هغومره کاري فرصت ورته نه شته.

لا هم زرګونه مسلکي قابلې بې رزوګاره دي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۰م کال د یوې څېړنې له مخې وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۷ زره قابلې وې چې له ډلې یې اووه زره په دولتي او نږدې پنځه زره نورې یې په خصوصي سکتور کې په دندو بوختې وې.

خو دې ته په کتو چې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له پلوه هم د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی او د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې د ډاکټرانو تر څنګ ان قابلې هم په نشت حساب دي، ولې شته قابلو ته کاري فرصتونه نه شته.

نور ولولئ: د انګلستان فیشن ډیزاینره (ملکه) بېرته ډاکټرۍ ته ستنېږي

د ملالۍ زېږنتون مشره ملالۍ رحیم فیضي یې یو لامل هم د ټول هېواد په کچه په دولتي روغتونونو کې د قابلو لپاره ځانګړی شوی محدود یا کم تشکیل او لرو پرتو سیمو ته کمه پاملرنه ښيي.

دا زیاتوي چې هم دې په دولتي روغتونونو کې د قابلو د جزب لپاره بستونه ډېر شي او هم دې لرو پرتو ولایتونو ته ولېږل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button