له امریکا د افغانانو ایستل؛ د کانګرس ۶۶ غړو د اخراج د پلان د درولو غوښتنه وکړه

له امریکا د افغانانو ایستل د کانګرس د ۶۶ غړو له مخالفت سره مخ شوي دي. دغو قانون جوړوونکو افغانستان ته د ۱۵۰ افغانانو د احتمالي ستنولو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
افغانناو – افغان کډوال
د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو له ټرمپ ادارې غوښتي چې افغانستان ته د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د احتمالي ستنولو پلان ودروي.
د استازو جرګې او سنا دغو غړو، چې ډېری یې ډموکراټان دي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین ته په ګډ لیک کې د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو ستنول ښايي هغوی له تعقیب، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ کړي.
له امریکا د افغانانو ایستل؛ کانګرس ولې مخالفت کوي؟
د کانګرس د غړو په وینا، په دغو افغانانو کې داسې کسان او د هغوی د کورنیو غړي شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک» د قانون جوړوونکو لاسلیک شوی لیک خپور کړی او د احتمالي اخراج د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
د دغه سازمان مشر شان وان دایور ویلي چې د ځینو افغانانو کورنۍ له امریکايي ځواکونو سره د پخوانۍ همکارۍ له امله افغانستان ته په ستنېدو کې له خطر سره مخ کېدای شي. له امریکا د افغانانو ایستل له امریکا د افغانانو ایستل له امریکا د افغانانو ایستل
راپورونه ښيي چې دغه افغانان ښايي لومړی پاکستان او وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.
د ملګرو ملتونو او طالبانو حکومت غبرګون
افغانناو د موضوع د تعقیب په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هغه دریځ رااخلي چې له مخې یې پناه غوښتونکي باید په زور افغانستان ته ونه ستنول شي.
په پاکستان کې د UNHCR ویاند قیصر افریدي ویلي چې اداره یې د احتمالي لېږد راپورونه لیدلي، خو په دې بهیر کې ښکېله نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې باید د هغوی حقونه او مشروع غوښتنې په پام کې ونیسي.
دغه وزارت له درېیمو هېوادونو غوښتي چې د لنډمهاله ګټو لپاره د افغانانو پر برخلیک معامله ونه کړي.
د الوتنې او اخراج په اړه وروستي راپورونه
نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په لویزیانا کې لسګونه افغانان د احتمالي اخراج لپاره نیول شوي دي.
اسوشیټډ پرس هم د محکمې د یوه سند په حواله د پاکستان له لارې افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد د پلان یادونه کړې ده.
د «هیومن رایټس فرسټ» سازمان د معلوماتو له مخې، د نومبر درېیمې ته د احتمالي الوتنې پلان موجود و، خو د الوتنې ترسره کېدل لا په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
د افغان ایواک په وینا، د ځینو کسانو د اخراج په حکمونو کې افغانستان د وروستي مقصد په توګه یاد شوی، خو پاکستان پکې نه دی ذکر شوی.
له امریکا د افغانانو ایستل د بشري حقونو د ملاتړو لپاره د اندېښنې موضوع ګرځېدلې ده، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې اړیکې لرلې.
د امریکا حکومت څه وايي؟
مارکو روبیو د دې موضوع اړوند پوښتنې د کورني امنیت وزارت ته راجع کړې دي. دغه وزارت د امنیتي دلایلو له امله د عملیاتو جزئیات نه دي خپاره کړي.
د ټرمپ اداره د کډوالۍ سخت اقدامات د ملي امنیت او قانون د پلي کولو لپاره اړین بولي.
خو د افغانانو ملاتړي سازمانونه غواړي چې د احتمالي خطرونو له ارزونې پرته هېڅ پناه غوښتونکی ونه ایستل شي.
له امریکا د افغانانو ایستل لا هم د سیاسي او حقوقي بحثونو موضوع ده. د راپور شوي پلان وروستۍ پایله او د اړوندو افغانانو برخلیک رسمي وضاحت ته اړتیا لري.



