ځایی

له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ د خلکو ژوند ښه انځوروي، خو په اصل کې داسې نه ده

له طالبانو د ولس عمومي کرکه د څو لاملونو له امله په زیاتېدو ده چې لاندې به ورباندې بحث وشي او هر عمومي لامل به روښانه شي.

د خلکو اقتصادي حالت ورځ تر بلې د ځوړ پر لور روان دی، خو طالبان ورباندې لوړ مالیات ټاکي. کاروباریان که عاید لري او کنه، خو طالبانو ته باید ټاکلي پیسې ورسوي او که یې ونه ورسوي نو د ښارونو په منځ وهل او ټکول کېږي او د خلکو په مخکې سپکېږي. افغان چې په هر حالت وي، خو د ځان سپکه نه غواړي. طالبانو ته بیا د خلکو سپکول عادي او معمول چاره ده او د چا د ابرو په کیسه کې نه دي.

په ښارونو کې د خلکو ناموس ته درېدل

طالبان په داسې حال کې چې افغانان د ناموس په نوم هرې قربانۍ ته تیار دي، د شریعت په نوم د خلکو ناموس ته درېږي او سره له دې چې هېڅ یوه مېرمن یا انجلۍ بې حجابه نه وي، خو دوی یې د حجاب په نوم دروي او حتی د بل ناموس چې د طالبانو هېڅ محرم هم نه دی، ټیله کوي، په څپېړو یې وهي، له محرم پرته یې رنجر موټرو ته خېژوي او بیا یې حوزو ته وړي. دا هغه حالت دی چې هر افغان یې په لیدو کرکه اخلي او د طالب له دغه غیری انساني چلند یې نفرت راځي.

talib2
انځور؛ هغه مېرمن چې طالبانو د حجاب په تور شکنجه کړې.

نور ولولئ: طالبان وايي، دوی بې حجابه ښځې نه بلکې سوالګرې نیولي

نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

بل لامل دادی چې طالب جنګیالي په ښارونو کې پر خپل سر موټر دروي او په موټر کې له ښځو پوښتي چې دا درسره سړی دې څه کېږي؟ هغه ورته ځواب ورکوي: دا مې ورور، خاوند، پلار او… دی. اول خو طالب ددې ښځې چې دی ترې پوښتنه کوي، نامحروم دی او هېڅ جواز نشته چې له ښځینه پولیسې پرته ورڅخه پوښتنه وکړي او بل د ښځې د محرم کرکه له طالب سره اوج ته رسېږي او موقع ګوري چې څه ورسره وکړي.

ښځې او نجونې له زده کړو راګرځول

طالبانو له یوې خوا د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونه وتړل. له بلې خوا یې پر پاک لمنو افغان مېرمنو په رسنیو کې داسې تهمتونه ور وتړل چې هېڅ د توجیې وړ نه وو او بل افغان مېرمنې د افغانستان په تاریخ کې دومره نه وې بې عزته شوې لکه طالبانو چې ورپسې بد تبلیغات وکړل.

talib1
انځور؛ طالبان د نجونو هغه لاریون تیت کوي چې د زده کړو حق غواړي.

ولس چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو داروزې او پوهنتونونه تړلي ولیدل، نو هرې کورنۍ له افغانستانه د وتلو هڅه وکړه تر څو له هېواد د باندې یې نجونو زده کړې وکړي او ښه راتلونکی ولري. له طالبانو بار، بار ولس وغوښتل چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي، خو تر اوسه د خلکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی. همداد خلکو غوښتنو ته نه پاملرنه ددې لامل شوي چې خلک طالب او د دوی نظام نه خوښوي.

پر دې سربېره د پاسپورټ پر اخیستلو بیروبار ښه بېلګه ده چې خلک د طالبي نظام څومره بد وړي او هر کس هڅه کوي چې د دوی له حاکمیته لرې لاړ شي.

که طالبان همداسې مخکې لاړ شي او د خلکو نفرت هم اوج ته ورسېږي، نو د افغانستان راتلونکی له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button