سفر خبرونه

له پاکستانه د شاوخوا «۳۰۰افغان کډوالو» راستنېدل

د طالبانو د کډوالو وزارت خبرداری ورکړی چې له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ کډوال راستانه کړل شوي دي

اوس هم له پاکستانه ناقانونه افغان کډوال رااېستل کېږي او افغانستان ته راځي، خو له دې ټولو سره، سره بیا هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تمه ښوولي چې پاکستان کې له نوي حکومت سره ښې اړیکې ولري.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۲۲ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي.

یاد کډوال د تورخم له لارې راغلي

دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

واشنګټن او اسلام اباد د افغان کډوالو په تړاو تازه خبرې کړي

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۲ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: افغانستان ته شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال راستانه شوي

نور ولولئ:  هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د کب میاشتې په ۲۱مه او ۲۲ نېټه له پاکستانه راستانه شوي او دغه ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

طالبان له پاکستانه پر جبري راستېدونکو کډوالو ځمکې وېشې

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو له لوري د مرستو ډاډ

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د کب ۲۳مه راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۵ لکه، ۱۳ زره او ۵۰۶ تنو ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

په راپور کې راغلي، چې د مارچ له دویمې څخه د مارچ تر ۱۲مې نېټې له ۱۰۲۴۵ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۳۲۵۴ یې نارینه، ۲۵۴۷ ښځې او ۴۴۴۴ یې ماشومان وو.

که څه هم طالبانو له کډوالو سره د مرستې کولو ډاډ ورکوي، خو کډوال بیا وايي چې دوی بې روګاره دي او لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button