ژوند

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

تر اوسه پاکستان له خپلې خاورې یو لک شل زره افغان کډوالو ایستلي چې څو ورځې وروسته به دا بهیر نور هم ګړندی شي

طالبان له پاکستان غواړي چې دغه پوره کېدونکې موده وغځوي، ځکه افغانستان په ناڅاپي توګه د دومره کډوالو د ځایولو لپاره چمتوالی نه لري، خو بل لور ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې دوی تیاری نیولی دی او افغانان باید نور خپلې خاورې ته راستانه شي.

د طالبانو چارواکي وایي چې د پاکستان له وروستیو فشارونو سره تر ۱۲۰ زرو پورې افغان کډوال له دغه هېواده ویستل شوي.

طالبان د یادې مودې غځېدل غواړي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.

د هغه په وینا، که پاکستان دغه مهلت اوږد کړي، افغان کډوال به په منظمه توګه د وتو چانس پیدا کړي.پاکستاني رسنۍ هم هره ورځ افغانستان ته د زرګونه افغانانو د ستنېدو خبرونه خپروي.

نور ولولئ: طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

همدغه وړمه ورځ د پېښور په بورډ سیمه کې سلګونه هغه هټۍ د پېښور پولیسو له‌خوا ړنګې شوې، چې ټولې یې د افغانانو وې.

د دغه بازار په ړنګېدو سره زرګونو کورنیو خپل ورځنی عواید له لاسه ورکړل، چې دا په خپله پر افغان کډوالو د یو ډول فشار راوستل دي چې هغوی اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي.

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ځورېدل

طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، هغه هېواد ته په کار دي چې افغان کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل موده وغځوي، چې په وینا یې دغه ستنېدونکي کډوال په برم او عزت سره د یو پلان سره سم خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان له‌خوا بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره شاوخوا یوه اوونۍ پاتې ده؛ خو افغانستان ته ستانه شوي کډوال له هغوی سره د شویو مرستو له کموالي شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د ساړه ژمي رارسېدو ته کمه موده پاتې ده، دوی له خورا ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.

طالب چارواکو وار له مخه د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د دغو کډوالو لپاره یو لنډ مهاله پنډغالی هم جوړ کړی، چې د هغوی په وینا په یو وخت کې د ۵۰۰ کورنیو د بسیا کېدو وړتیا لري.

نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

د افغان کډوالو د ویستلو د پرېکړې په سر پاکستان په نړۍواله کچه د سختو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوی؛ خو لا هم د دغه هېواد چارواکي وايي، چې دوی په خپله پرېکړه کلک ولاړ دي او ټینګار یې دا دی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د یو عشاریه اووه مېلیونه ناقانونه کډوالو په اېستلو کې عملي ګامونه اخلي.

خو داسې ښکاري چې لا هم طالبان ددې لپاره تیاری نه لري او نه شي کولی چې په ناڅاپي توګه د دومره لوی شمېر کډوالو لپاره سرپناه برابره او نور اړین اقدامات تر سره کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button