نړیوال خبرونه

لیبیا کې توپان او سېلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي

لومړي معلومات ښيي چې په لیبیا کې توپان او سیلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي، خو کېدای شي دا شمېر نور هم زیات شي

د دانیال په نوم دغه توپان یکشنبه له اروپا د لیبیا سواحلو ته ورسېد. د دغه توپان له کبله د شمالي افریقا په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان شوی. بلخوا رپوټونه وايي، چې د مرستې او ژغورنې په روانو عملیاتو کې د لیبیا پوځ اووه سرتېري هم نادرکه شوي دي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

د لیبیا پر ختیځ واکمنو چارواکو دغلته پر تګ راتګ بندیز اعلان کړی او ترڅنګ یې ښوونځي او بازارونه هم تړلي دي.

دانیال توپان تر نورو ډېر زیانونه هم د ختیځ په بنغازي، سوسه، درنه او المرج ښارونو کې اړولي.

په یوه هېواد کې دوه سیال دولتونه

دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دوو سیالیو دولتونو ترمنځ وېشل شوی. اوس دغو دواړو دولتونو په دانیال توپان او ورسره ملو سېلابونو کې د اوښتې مرګژوبلې له کبله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.‌

اندېښنه دا ده چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي تر دې ډېر نور هم لوړ شي‌.‌ د لیبیا سره میاشت وايي،‌ چې لسګونه کورونه سېلاب وړي دي.

نور ولولئ: د طبیعي آفتونو په وخت کې څنګه خوندي اوسئ

دې مرستندویه شبکې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې یوازې درنه ښار کې ۱۵۰ کسان وژل شوي.‌

په دغه ښار کې د اوبو دوه بندونه مات او پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.

درنه نږدې ۱۰۰ زره اوسېدونکي لري. ځايي چارواکو دغه ښار ‘ناورین ځپلی بندر’ اعلان کړی.

د تلفاتو په اړه بېلابېل نظرونه

تر هغې وروسته چې پر پلازمېنه طرابلس واکمن حکومت د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه اعلان کړ، پر ختیځ د واکمن حکومت مشر اسامه حماد وویل “زرګونه کسان تری تم دي او د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی. په درنه کې څو سیمې له خپلو ټولو سېدونکو سره… تري تم یا تر اوبو لاندې شوې دي.”

ښاغلي حماد دا ونه ویل چې دا شمېر یې د کومو سرچینو په حواله اعلان کړی.

په لوېدیځ کې پروت مصراته ښار هم خوندي نه دی پاته.

له دغه ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو ناتایید شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، په سېلابونو کې ایسار موټر چلوونکي د خپلو موټرونو پر چتونو ناست دي او یو سړی اوبو په مخه کړی دی. د توپان له کبله پر ښوونځیو او پلورنځیو سربېره له لیبیا د تېلو صادرولو څلور ستر بندرونه هم تړل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button