ژوند او ټولنه

لیبیا کې د سیلابونو ناورین؛ د نورو زیانونو تر څنګ له ۵۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

لیبیا کې وروستیو خونړیو سیلابونو ګڼې سیمې ویجاړې کړي او ګڼ زیانونه یې اړولي دي

لیبیا کې کې سېلابونو د درنه ښار سخت ځپلی او خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه ور رسولي دي

رسنیو راپور ورکړی چې له ۵۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي چې دا مړینه په ښارونو او کلیو کې رامنځته شوي او کېدای شي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونه؛ ۲۳۰۰ کسان مړه او له ۱۰۰۰ زیات نادرکه دي

په درنه ښار کې د ژغورنې عملیات روان دي. په داسې حال کې چې مخکې یوازې درنه ښار کې د زرګونه کسانو د تري تم کېدو خبر ورکړل شوی و،‌ ددغه ختیځ ساحلي ښار اوسېدونکو ویلي وو برېښنا او د اړیکو اسانتیاوې یې له منځه تلللې دي او له ختیځو ساحلي ښارونو سره یې ساحلي لارې هم بندې شوې او دا ځپل شوی ښار په انزوا کې دی.

دغو سېلابونو په سوسه ښار کې ګڼ کورونه وړي دي

رسنۍ وايي هلته تر ودانیو لاندې لا هم مړي پراته دي او پر اړوندو مرستندویه ادارو غږ کوي چې د خلکو د ژغورنې او لاسنیوي لپاره ژر لاس په کار شي.

سوسه ساحلي ښار د زرغون غره او سمندر ترمنځ پروت دی چې تر ډېره د سېلابونو لار پرې تېره ده.‌

عبدالله بي بي سي ته وویل:‌ “ښار هېڅ بند نه لري او د باران ډېروالی او دانیال توپان راتلو ویجاړوونکې پایلې درلودې چې دا ښار مخکې هېڅ نه و ورسره مخامخ شوی”.‌

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي

د درنه په سوېل لوېدیځ ۱۲۰ کیلومتره لیرې د المخیلي په نامه یو کلی بشپړ له منځه تللی. که څه هم تر اوسه په کلي کې د تري تم شویو د شمېر په اړه دقیق جزییات نه دي ‌ورکړل شوي، خو بي بي سي ته یوه فعال عبدالقادر الجنین ځینې انځورونه استولي چې سیمې ته ورغلی او د لویې ویجاړۍ عمومي انځور پکې ښکاري.

د بنغازي او سوسه ترمنځ‌د الوردیه په نامه کلی هم د سېلابونو له کبله کاملا له ځمکې سره هوار شوی دی چې شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې اوسېدل.

د نړیوالو سازمانونو هڅې

ملګري ملتونه وايي ‌لیبیا کې سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو د همغږۍ لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

په دې هېواد کې اوس دوه سیال حکومتونه دي چې د مرستې رسولو په برخه کې یې پخپلو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په وروستیو سېلابونو کې د نژدې شلو زرو کسانو د وژل کېدو اټکل شوی او ویل کېږي چې لسګونه زره نور بې‌ځایه شوي.

لیبیا کې د تحریر ګوند مشر جمعه الغماسي وايي وېره ده چې د مرګ ژوبلې شمېر به خورا ډېر وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button