نړیوال خبرونه

متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره د ا.ا د جګپوړي پلاوي لیده کاته

په متحده عربي اماراتو کې اجرایوي قانون

د ملي دفاع وزارت د سرپرست په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوي په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغانانو سره لیدلي دي

د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد متحده په دغې غونډه کې په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو هېوادوالو غواړي چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي. د سر د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل:«دا دی له اړوندو مشرانو سره زموږ ملاقاتونه کېږي، د هغوی سره به که دې وېزې ستونزه ده، که د پروازو د زیاتوالي ستونزه ده، که د بندیانو ستونزه ده، هلته تاسې کومې ستونزې په داخل د افغانستان کې لرئ لکه د پاسپورټو یا نور مشکلات په ټولو کې زه خپل وس او توان کوم او څومره چې زما وس وي ان شاالله نه یې درڅخه سپمومپرست حکومت دغه چارواکي په بېلابېلو برخو کې د افغانانو د ستونزو او ننګونو پر حل هم ټينګار کړی دی.

اسلامي امارت ویاند

له بل لوري د اسلامي امارت ویاند وايي، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په مشرۍ د سرپرست حکومت پلاوی به د متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او د بیلابیلو مسایلو په اړه به خبرې هم وکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«دغه سفر له دواړو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د هغو افغانانو په هکله چې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان په دوبۍ کې په کار بوخت دي د هغوی د ستونزو د حل لپاره او همدارنګه د ځينو نورو موضوعګانو په هکله چې په اجنډا کې به وي د هغه هېواد له مشرانو له هغې ډلې د هغه هېواد له شیخ او بېلابېلو وزیرانو سره به لیده کاته وشي

نور یی ولوله | هرات کې د معیاري شپني بازار پرانیستل شو

نور یی ولوله |  ژمي کې د هېواد هیواد د اقتصاد خرابیدل د ناوړه کېدو په اړه خبرداری

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور څرګندوي:«شونې ده چې زموږ او تاسو له هېوادوالو سره هم لیده کاته وشي خو دا د سیاسي مذاکراتو په هکله نه دي او نه هم کومه سیاسي پروسه ده. متحده عربي اماراتو ته د سرپرست حکومت د یوه پلاوي له سفر سره هم مهاله، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له شاوخوا ۱۵ میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د شنبې په ورځ له هېواده بهر سفر وکړ. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کسان شهزاده مسعود وايي:«د ایسارتیا علت یې دا دی چې دی به هلته د جرمني هېواد ویزه ترلاسه کړي او له هغې وروسته به دی د جرمي په لور روانېږي، دا که په دوبۍ کې کومو افغانانو ورسره لیدل، زه فکر کوم چې کوم خاص مشکل به نه وي. د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«دغه سفرونه چې دي پلان شوي سفرونه دي، چې هم تېر سیاسون او هم موجوده سیاسون په یوه یا په دوه ورځو کې ټول یوځای کېږي او هلته کېني. خو دغه مملکتونه د افغان ولس لپاره او د افغانستان د حکومت لپاره ان شاالله په اینده کې یو ښه سرنوشت لري

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button