نړیوال خبرونه

د متحده عربی اماراتو ملي ورځ

د ابوظبي ملي نندارتون مرکز کې 51 ملي ورځ

د عربي اماراتو ولسمشرجلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ابوظبۍ د ملي نندارتون په مرکز (ADNEC) کې د 51مې ملي ورځې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د دوبۍ د ولسمشر مرستیال لومړی وزیر او واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم هم ګډون درلود ډاکټر شیخ سلطان بن محمد القاسمي د عالي شورا غړی او د شارجه حاکم؛ شیخ حمید بن راشد النعیمي، د عالي شورا غړی او د عجمان حاکم شیخ حمد بن محمد الشرقي، د عالي شورا غړی او د فجیره واکمن؛ شیخ سعود بن راشد المعلا، د عالي شورا غړی او د ام القیون حاکم؛ او شیخ سعود بن صقر القاسمي، د عالي شورا غړی او د راس الخیمه حاکم هم ګډون وکړ. 

متحده عربي امارات د افغانانو دوست دی

د شیخ محمد بن زاید النهیان په دې موقع وویل چې متحده عربی امارات نړی سره ښه تعامل غواړي هغه وویل متحده عربي امارات په هر سخت وخت کې افغان ولس سره ملګری دی.عربی امارات یواځینی هېواد دی چې افغانستان سره په هرسخت کې ملاتړي وی.د تحولاتو نه نیولې تر زلزلې پورې په هر ډکر کې د افغان ولس مرسته کړې.او د افغان ولس رړونه ېې په همدې ملاتړ ګټلي هم دي

نور یی ولوله | افغانستان کې دوه د انسټاګرام تر ټولو پر نفوزه شخصیتونه

نور یی ولوله | رسنیو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

متحده عربي اماراتو افغانستان ته یوه الوتکه واستوله

د زلزلې پرته هم متحده عربي اماراتو د یوه الوتکه افغانستان ته واستوله چې 30 میټریک ټنه خوراکي او امدادي توکي یې د افغان کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو سمدستي لومړني خوراکي اړتیاوې پوره کړي. دا مرستې د هغو استثنايي شرایطو په ځواب کې راغلې چې نړۍ ېې اوس مهال تجربه کوي.که مونږ اوګورو نیمه نړی کې اقتصادي مشکلات زیات شوي دي او اکثره هېوادونو کې د توکو بیعې لوړې شوي دي.

عربي امارات د سولې د لاسته راوړلو په موخه د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا او یووالي په برخه کې د هوښیار مشرتابه د لیوالتیا کې د نړی بېلا بېلو هېوادونو سره مرستې کړي دي.عربی اماراتو د افغانستان پرته د نړی نوروهېوادونو سره هم مرستې کوي دوي په هر سخت وخت کې بېلا بېلو غریبو ملکونو سره مالی او نورې مرستې کړي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button