نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

متحده عربي امارات د هغو ۱۰۰۰ فلسطیني ماشومانو لومړۍ جوپې ته هرکلی ووایه چې دا هېواد یې پالنه کوي

د متحده عربي اماراتو ولسمشر په هدایت د هغو ۱۰۰۰ فلسطیني ماشومانو لومړی جوپه یاد هېواد ته ورسېده چې دغه هېواد یې پالنه کوي

دا لومړنۍ الوتنه د مصر له اې ای نړیوال هوايي ډګر د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته الوتنه وکړه چې د یاد شمېر ماشومانو او د دوی د ځینو کورنیو لومړۍ جوپه یې انتقال کړه او دا هغه کسان دي چې صحي مرستو ته عاجله اړتیا لري.

دا جوپه دوه ورځې مخکې عربي متحده ایالاتو ته ورسېده چې نور پاتې به هم انتقال شي. دا ۱۰۰۰ ماشومان د عربي متحده اماراتو د ولسمشر محمد بن زاید النهیان په مستقیمه لارښوونه راغوښتل کېږی او دده په امر ورته درمل او نور صحي لوازم یا اړتیاوې چمتو کېږي.

په غزه کې متضرره شوي ماشومان

پر غزه د اسراییلو برید کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چې په دې کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د عربي متحده اماراتو ولسمشر امر کړی، تر څو د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې فلسطیني ماشومان تداوي او لومړني خدمات ورته ورسوي.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې؛ له افغان ملت سره د عربي اماراتو مرستې

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مها برکت وویل چې را انتقالوونکو ۱۰۰۰ ماشومانو لپاره ټولو روغتونونو ته امر شوی تر څو د دوی د درملنې لپاره تیاری ولري او په عاجله توګه یې درملنه وکړي. یاده مرستیاله وايي چې د فلسطیني ماشومانو او د دوی کورنیو ته به هر اړخیزه پاملرنه کېږي او ځانګړې خدمات به ورته وړاندې کېږي. هغې ټینګار کړی چې د دوی خدمات به یې په اولیت کې وي.

غزې ته د متحده عربي اماراتو د مرستو رسول

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې برکت وویل چې کله په غزه کې بحران رامنځته شو، نو متحده عربي اماراتو سمدلاسه اړینې بشري مرستې چمتو او د ولسمشر محمد بن شیخ زاید په امر یې غزې ورسولې تر څو له جنګ ځپلو فلسطینیانو سره مرسته وشي.

دا مرستې چې ۱۴۰۰ ټنه خواړه، درمل او نور خوراکي مواد وو، د ۵۱ پروازونو په لړ کې انتقال شول او له غزې سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام لخوا ورسره مرسته وشوه.

دا لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې هم عربي متحده اماراتو له فلسطینیانو سره بشري او نورې مرستې کړې دي. د یاد هېواد چارواکي وايي چې دوی به په راتلونکې کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو د جنګ ځپلو سیمو، زلزله‌ځپلو او نورو بحرانونو له ځپل شوو سره مرستې وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button