لوبې

محمد رضوان یو ځل بیا په شل اوریزه کرکټ ډېر ریکارډونه جوړ کړل

د پاکستان، بنګله دېش او نیوزیلېنډ ترمنځ د درې اړخیزه کرکټ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان ویکټ ساتونکي توپ وهونکي محمد رضوان د بنګله دېش پر وړاندې د خپلې ښې توپ وهنې په پایله کې د شل اوریزو لوبو ډېر ریکارډونه جوړ کړل.

محمد رضوان

محمد رضوان په ۲۰۲۲ کال او شل اوریزه کرکټ کې خپلې ۱۵۰۰ منډې پوره کړې او په دې سره هغه دریم توپ وهونکی شو په دوو کلونو کې دوه ځلې له ۱۵۰۰ ډېرې منډې جوړوي. محمد رضوان په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې، بابر اعظم په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کال کې او کریس ګېل په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کال کې دا کارنامې ترسره کړې وې.

نور یی ولوله | روهیت شرما په نړیوالو شل اوریزه لوبو منفي ریکارډ جوړ کړ

نور یی ولوله | هغه پنځه لوبغاړي چې ښایي له شل اوریز نړیوال جام وروسته تقاعد واخلي

همدغه راز محمد رضوان لومړی توپ وهونکی شو چې په پرلپسې دوه کلونو کې دا کارنامې ترسره کوي او نوموړي د خپل کیریر په ۵۸م نړیوالو شل اوریزه لوبه کې د ډېرو منډو جوړولو ویاړ هم ترلاسه کړ.

پاکستاني توپ وهونکی

دغه پاکستاني توپ وهونکي په ۵۸ پاڼیو کې ټولټال ۲۳۳۷ منډې جوړې کړي. تر ده وړاندې بابر اعظم په ۵۸ پاڼیو کې ۲۲۸۱ او ویرات کوهلي ۲۱۰۲ منډې جوړې کړې وې او د یوه ویکټ ساتونکي په توګه په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د زیاتو منډو ریکارډ هم د رضوان په نوم شو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button