کورني خبرونه

محمود شاه حبیبي له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

د افغانستان هوايي چلند پخوانی مشر له یوه کال راهیسې ورک دی؛ کورنۍ یې وايي، “طالبانو نیولی”

د افغانستان د هوايي چلند ادارې پخوانی عمومي مشر محمود شاه حبیبي له تېر یو کال راهیسې ورک دی چې کورنۍ یې وايي، د طالبانو حکومت نیولی دی.

د محمود شاه ورور تیمور شاه حبیبي ادعا کوي، چې ورور یې د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه د کور له مخې چې د کابل په شیرپور سیمه کې دی، د طالبانو لخوا نیول شوی او زنداني دی.

د محمود شاه خبيبي د نیول کېدو لامل نه دی معلوم

د محمود شاه کورنۍ وايي، د نوموړي د نیولو لامل معلوم نه دی. بي بي سي د ښاغلي حبیبي د نیولو موضوع په کابل کې د طالبانو حکومت له امنیتي ادارو سره شریکه کړه خو هغوی په دې اړه ځواب نه کوي.

د ښاغلي حبیبي په خبره له حبیب شاه سره یې موټر چلوونکی هم نیولی و چې شاوخوا له دریو میاشتو وروسته خوشی شوی.

کورنۍ یې ادعا کوي، چې د حبیبي له نیولو وروسته طالبان یې په کور ورننوتلو او اسناد یې لټول.

نور ولولئ: طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

دوی وايي، د محمود شاه حبیبي “لپ ټاپ، کتابونه او ان د مېرمنې لپټاپ یې چې یوه ډاکټره ده ورنه وړي دي.”

تیمور شاه حبیبي وايي، د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو، وزیرانو او ان د ریس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي او د خپل ورور په اړه یې د معلوماتو تر لاسه کولو کې مرسته غوښتې ده.

د تیمور شاه حبیبي سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې

ښاغلی حبیبي زیاتوي چې چارواکو ورسره ښه رویه او نرمې خبرې کړې دي، خو تر دې دمه یې هیڅ ډول مرسته او رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي.

تیمور شاه وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله مخکې محمود شاه له حکومتي دندې لاس په سر شوی و او خپله یوه شخصي کاروبار یې کاوه.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

د ښاغلي حبیبي کورنۍ وايي، باید د افغانستان اوسني واکمن د هغه د برخه لیک په اړه معلومات ورکړي.

مور یې د محمود شاه حبیبي په اړه خپل بل زوی تیمور شاه ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي:

“هره شپه لمونځونه کوم ختمونه کوم تر سهاره وېښه یم زړه مې نه صبریږي. خدای خبر چې ژوندی به وي او کنه به وي”

د محمود شاه حبیبي مور وايي، ناروغه ده او د خپل زوی ورکېدل یې لا ځوروي. دا وايي ټوله هیله دا ده، چې د خپل ځوان زوی له برخه لیکه خبره شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button