نړیوال خبرونه

مراکش کې زلزله؛ د مړو شمېر له ۲۰۰۰ واوښت

مراکش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او لا د ژغورنې هڅې روانې دي

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۱۲۲ اوښتی او ۲۲۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې ډېره مرګژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې ده.

نور ولولئ: مراکش کې زوروره زلزله؛ سلګونه کسان مړه او ټپیان دي

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي په زلزله کې ډېری وژل شوي خلک د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي.

د يوې لېرې پرتې سيمې اوسېدونکي بي بي سي ته وويل، “خلکو ته هېڅ نه دي ورپاتې، وږي دي، ماشومان اوبه غواړي او مرستې ته اړتيا لري.”

دغه زلزله چې مرکز يې د مراکش جنوب په غرنۍ سیمه کې و په تېرو ۶۰ کلونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو وژنکې هغه ده.

تاریخي میراثونو ته هم زیان رسېدلی دی

په زلزله کې د مراکش زوړ ښار چې د يونيسکو نړيوال ميراث برخه دی هم زيانمن شوی دی.

په مراکش کې د پاچا شپږم محمد له خوا دری ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دی.

د پاچا دفتر وايي، د ملکي ساتنې ډلې د وينې بانکونو، اوبو، خوراکي توکو، خېمو او کمپلو د زېرمو زياتولو په موخه ګومارل شوي دي.

هغه همدا راز امر کړی چې له زیانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نورو مرسته وشي. خو وايي ځينې ډېرې ځپل شوې سیمې دومره لېرې دي چې له زلزلې وروسته په ساعتونو کې رسېدل ورته ناشوني وو.

د مراکش جنوب ته شاوخوا ۵۵ کليومتره لېرې د غرونو منځ په يوه دره کې د امزمیز په کوچني ښارګوټي ډېری ودانۍ نړېدلي دي.

نور ولولئ: د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

دلته ځايي روغتون خالي دي او د ورتلو لپاره خوندي نه دي. د ناروغانو درملنه د روغتون پر ځای بهر په ميدان کې کېږي.

د روغتون يو چارواکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، د شنبې پر ورځ شاوخوا سل جسدونه روغتون ته راوړل شول.

روغتونونه او ډاکټران سخت بوخت دي

ده وويل، “ما ژړل، ځکه دلته ډېر مړه شوي کسان و، په ځانګړې توګه کوچني ماشومان. له زلزلې راهيسې نه يم ويده شوی، هېڅوک نه دي ويده شوي.”

له روغتون هاخوا کوڅې له ويجاړو شويو ودانيو، ترافيکې ګڼې ګوڼې او هغو کسانو چې په دې زلزله کې يې هر څه له لاسه ورکړي، ډګې دي.

د سړکونو شاوخوا د هغو کسانو لپاره خېمې وهل شوې چې کورونه يې نړېدلي دي خو ټول د سرپناه لپاره ځای نه لري. په چوک کې لسګونه کسان په ځمکه غوړېدلو ټغرونو ويده دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button