نړیوال خبرونه

ملا برادر: عام ولس دې د اقتصادي وضعیت سره د زغم نه کار واخلي

وزیراعظم د غربت اعتراف وكړو

د صدراعظم/ریس الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې بې‌وزلي مني، خو په ورته وخت کې له هېوادوالو غواړي چې د بې‌وزلۍ پر وړاندې زغم ولري. ملا عبدالغني برادر د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې د ملي او نړیوالو پانګونو د جذب او هڅونې په کنفرانس کې وویل، د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي چې په وینا یې، پانګوال او سوداګر د بې وزلۍ د راکمولو یو له حل لارو څخه دي

د هغه په باور، اسلامي امارت د سوداګرو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې، څو هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: په بعضو-بعضو ځایونو کې د نیستۍ څخه خبره کېږي چې په دې ولایت کې یا نیستي ده، یقیناً نیستي ده، غربت دی، مسکنت دی،  فقر دی، موږ له خپلو وطن‌والو څخه د صبر او استقامت غوښتنه کوو.له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت وایي، دا وزارت د اوبو د مدیریت او انرژۍ د تولید په برخو کې یو لړ پروګرامونه لري

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: «زموږ سټراټیژیکې موخې د اوبو او انرژي په سکټورونو کې د مېلیارډو ډالرو په ارزښت د ۱۱۰ بندونو ودانول دي چې په دې سره په مېلیونونو جریبه ځمکه خړوبه په مېلیارډو مټر مکعبه اوبه زېرمه او په زرو مېګاواټه برښنا تولید شي. له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت داسې طرحه برابره کړې چې له مخې یې ۱۷۰۰ میګاواټه برښنا به له ډبرو سکرو تولید شي

نور یی ولوله | ایران : د طالبانو حکومت منلې چې د ایران پر مخ به د اوبو مخه نه نیسي

نور یی ولوله | د ازموینو ملي اداره : ډېر ژر به د کانکور ازموینه ترسره کړو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «اقتصادي کمېسیون ته مو د ۱۷۰۰ مېګاواټو طرحه وړاندې کړې او بیان کړې ده. وزیر صاحب ته هم مالومه ده، له زغانو نه د برق جوړولو لپاره ۳۰ کلونو یا ۶۰ کلو لپاره ورسره موږ د ۱۷۰۰ مېګاواټو برښنا لپاره ورسره امضاء کوو. اخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، خصوصي څانګه چمتو شوې، څو د انرژۍ د تولید په برخه کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «افغانستان د دې توانايي لري چې ۷۰ زره مېګاواټه برښنا تولید کړي. د ۷۰ زره مېګاواټه برښنا تولید تر ډېره برید د اوبو له لارې دی چې الحمد لله موږ ډېرې سرچینې لرو.»

د دې ناستې په څنډه کې د کانونو او پټرولیم او د اوبو او برېښنا وزارتونو له ګازو د انرژۍ د تولید په برخه کې له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button