ملا هبت الله:هغه افغانانو سره دې مرسته وشي چې د غریبی له امله هېواد پرېږدي

ځړول شوی:دسمبر 8, 2021 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

 افغانستان  افغانستان

ملا هبت الله ویلی چی  هغو افغانانو سره دې مرسته وشي چې د سیاسي او اقتصادي ستونزو  له امله  هېواد څخه وځی   په داسې مهال  کې چې د افغان کډوالو په تړاو  نړیوال ډیر اندیښمن شوی  د طالبانو مشر ملا هبت الله بهر ته د تلونکو افغانانو په تړاو خپلو واليانو ته هم  لارښونې کړې .

نوموړي د هغو افغانانو په تړاو  اندېښنه ښودلې چې له هېواده څخه  وځی. ده  علماو ،والیانو او له نورو مسولینو څخه  غوښتنه کړی  چې همدغه رنګه  وګړو  سره وګوري او د ستونزو  د حل لپاره  لارې چاری ولټوي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې دغه لارښونه  پر خپله ټوټېر پاڼه نشر  کړی په کې لیکلی  هغه افغانان چې د سياسي يا اقتصادي ستونزو له امله  هېواده څخه د وتلو هڅه کوي او ځينې يې غواړي چی  له کوچنيانو او میرمنو  سره لوېديځ  هیوادونو ته لاړ شي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د بېلابېلو دلایلو له مخې له يو شمېر امنيتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخامخ کېږي ښاغلی  ویلی چی  همدغه وګړی  د لارو  په اوږدو کی  په کمپونو کې له بېلابېلو ستونزو او کړاونو  سره مخامخ کېږي چې هغه د دوی د خپلوانو او  د ټولو افغانانو لپاره د خواشینۍ لامل  کیږی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند ویلي دغه وګړی  د پناه د اخیستلو لپاره  جعلي اسناد جوړوي او حکومت تورن کوی . ښاغلی  زياته کړی  د دې پر ځای چې د ځینو اشخاصو مسلکي استعداد  وړتيا د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لارو چارو کې ولګول شي.

 او  هلته عادي حقيرو چارو سرته رسولو کې صرف کېږي. ملا هبت الله همدا رنګه  د زياتو امنيتي تدابيرو د نيولو غوښتنه کړې چې  زیاته کړی  چا ته د وېرې خپرولو موقع  پیدا نشي او په ځانګړې ډول يې ټينګار کړی چې هېڅوک د سوداګرو، کسبه ګرو  او متخصصينو د خدمتونو او فعاليتو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

هغه وګړی چې په تېرو دوو لسیزو کې يې له لوېدیځو هېوادونو سره همکاري کړې  د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو غړي او د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو ویلی  چې د طالبانو تر واکمنۍ  څخه وروسته  افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخامخ  دي او له  هېواده د وتلو هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.