سیمه ییز خبرونه

ملا هیبت الله ته د ملا فضل الرحمان ګواښ؛ تاسو به یا پاکستان انتخابوی یا ټي ټي پي

دا خبره د پاکستان یوې معتبرې ورځپانې ایکسپرېس ټریبیونه راپورته کړې چې فضل الرحمان د طالبانو امیر ته ګواښمنه ژبه کارولي

دغه ورځپاڼه کاږي، مولانا فضل الرحمان ملا هبت الله اخوندزاده ته د اسلام اباد دا پیغام رسولی چې اسلام اباد او ټي ټي پي کې دې یو غوره کړي.

دا رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله وايي، په دې لیدنه کې په پاکستان کې د سوله‌ییزو ټاکنو او له اسلام اباد سره د ټي‌ټي‌پي د خبرو د بیا پیلولو لپاره د هڅو ډاډ ورکړل شوی.

له اسلام اباد سره له همکارۍ پرته به د طالبانو او پاکستان اړیکې سړې وي

ایکسپرېس ټریبیون د خپلو سرچینو په حواله زیاتوي، مولانا فضل رحمان طالب مشرانو ته دا پیغام هم رسولی چې د تحریک طالبان پاکستان د مسلې له حل پرته به خپلمنځي اړیکي پرمختګ ونه کړي.

mulla fazal
انځور؛ ملا فضل الرحمان نږدې په یوه ورځ کې د طالبانو له ټولې کابینې سره وکتل

د دې رسنۍ له مخې، ښايي په نږدې وخت کې د اسلام اباد او تحریک طالبان ترمنځ اعلان شوی یا نا اعلان شوی اوربند پیل شي.

نور ولولئ:  ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

نور ولولئ:  د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: ملا فضل الرحمان ته د عمر زاخیلوال توند غبرګون

اسلام اباد طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد طالبانو ته یې پنا ور کړې ده.

طالبان بیا د داعش حرکتونه پاکستان پورې تړلي بولي

افغان طالبان د دې ادعا ردولو سره وايي چې په افغانستان کې د داعش بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي.

ویل کېږي د ملا هبت الله او فضل رحمان په لیدنه کې طالبانو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په لمنځه وړلو کې د پاکستان د رول لوبولو او په چمن له ویزو پرته د تګ راتګ غوښتنه کړې ده.

ویډیو: پاکستاني رسنیو دغه موضوع ګرمه رااخیستي ده.

پرون ځینې نورو رسنیو هم راپور ور کړ چې ملا هبت الله اخوندزاده او مولانا فضل رحمان سره لیدلي دي، خو دې رسنیو د دې لیدنې نور جزیات نه درلودل. ایسکپرېس ټریبیون وایي، د دغې لیدنې همغږي د طالبانو د بلخ والي حاجي یوسف وفا کړې وه.

کابل ته د مولانا فضل رحمان تر سفر مخکې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین هم اسلام اباد ته تللی و. ویل کېږي ملا شیرین له فضل الرحمان سره ژمنه کړې وه چې له ملاهبت الله سره لیدلی شي.

د یادونې وړ ده چې ملا فضل الرحمان په بهرنیو سفر کوونکو کې دویم کس دی چې له ملا هیبت الله سره ملاقات کوي او د اسلام اباد په خاص ډول د ای ایس ای غوښتنې ورته نېغ په نېغه رسوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button