نړیوال خبرونه

ملا یعثوب شیخ محمد بن زاید سره لیدلي

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له دولت رییس محمد بن زاید آل‌نهیان سره لېدلي.

ملي دفاع وزارت په‌دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، دواړو خواوو تېر ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د دې وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «په‌دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو اماراتو او افغانستان او اسلامي امارت تر منځ دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو په اړه خبرې وشوې. د دې تر څنګ د اماراتو (وام) خبري اژانس هم د دې لېدنې په اړه لیکلي، په‌دې ناسته کې د د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې شوې دي.

د دفاع وزارت سرپرست : 

ورته مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت پلاوي په مشرۍ پرون (یک‌شنبه) د دې سفر په لړ کې په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره ولېدلږښاغلي مجاهد په‌دې کتنه کې وویل: «په ټولو سرحداتو باندې ان‌شاء الله هېڅوک نه‌شي کولای یو مټر د افغانستان خاورې ته راداخل شي او یا د افغانستان خاورې ته په بد نظر وګوري. د سر په بیه ولاړ یوو، که په چا ښه لګېږي او که په چا بده لګېږي، خپل د هېواد حریم به ساتو او په هر قیمت به یې ساتو.

نور یی ولوله | بلاول بوټو: د سیمې د ګټو پر بنسټ د افغانستان له حکومت سره تعامل کوو

نور یی ولوله | رحمن الله ګربز په لنکا لیګ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو

نوموړي زیاته کړه، ټول افغانان د خپل هېواد په “اقتصاد، سیاست او نظامي اړخ” کې حق لري او ډاډ یې څرګند کړ چې د هېچا پر مخ دروازې تړلې نه‌دي. په متحده عربي امارتو کې یو شمېر افغان سوداګر د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د پاسپورټ ورکولو، وېزې او د بندیانو د خوشي کېدو په برخو کې د دوی د ستونزو د حل کولو او افغانستان ته د اماراتو د هوایي چلند د شرکتونو د الوتنو د بېرته پېلېدو په برخه کې هڅې وکړي.

افغان سوداګر

افغان سوداګر جمال ناصر عبادي وايي: «افغان سوداګرو او قومي مشرانو خپلې ستونزې چې په اماراتو او افغانستان کې درلودې، له دفاع وزیر سره یې شریکې کړې. له دې ستونزو یوه د پاسپورټونو نه‌شتون وه. په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبید الله صدرخیل وايي: «تاجرانو ورته ډاډ ورکړه چې موږ به افغانستان کې پانګونه کوو او افغانستان زموږ شریک کور دی او په ګډه به یې ابادوو، موږ ته افغانستان خارجان نه‌شي ابادولی

بل خوا، د سیاسي چارو شنونکي د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د اسلامي امارت د پلاوي خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټورې ګڼي. د سیاسي چارو کارپوه محب‌الله شریف وايي: «فکر کوم په‌دې لټه کې دي چې له دې هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ټینګې کړي او له دې هېوادونو د اسلامي امارت د ملاتړ لپاره مرستې تر لاسه کړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button