نړیوال خبرونه

بلاول بوټو: د سیمې د ګټو پر بنسټ د افغانستان له حکومت سره تعامل کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، اسلام‌اباد به د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان پر ضد او د ترهګرو ډلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

بلاول بوټو 

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له “الجزیرې ټلوېزیون” سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خپلې بهرنۍ تګلارې او د سیمې هېوادونو د ګټو پر بنسټ تعامل کوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي: «تر څو چې دا سرپرست حکومت په افغانستان کې وي، موږ به د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ، چې د ګاونډيو هېوادونو په اړه يې لرو او د سيمې د هېوادونو د ګټو پر بنسټ له دوی سره تعامل کوو.

پاکستانی چارواکی

دغه لوړپوړی پاکستانی چارواکی زياتوي، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټي‌ټي‌پي» حملې دوام لري او له ترهګريزو ډلو سره د مبارزې په اړه به د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير زیاتوي: «له بده مرغه، ترهګریز بریدونه دوام لري او موږ تمه لرو چې په افغانستان کې له خپلو ګاونډیانو او هلته له سرپرستو چارواکو سره د ترهګرو سازمانونو د ننګونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړو.

نور یی ولوله | رحمن الله ګربز په لنکا لیګ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو

نور یی ولوله | حده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره د ا.ا د جګپوړي پلاوي لیده کاته

بل لوري ته اسلامي امارت وايي، د پاکستاني طالبانو تحريک د دې هېواد داخلي موضوع ده او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نه‌دی. د اسلامي امارت مرستيال وياند وايي، د ګاونډيو هېوادونو امنيت ټينګښت د ټولو هېوادونو په ګټه دی. د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي: «اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره په ښو حسنه روابطو باور لري. کومه موضوع چې تاسې يې يادونه کړې، هغه د پاکستان خپله داخلي موضوع ده. اسلامي امارت لکه څنګه چې د خپل هېواد لپاره مهم بولي، دغه راز د ګاونډيو هېوادونو امنيت هم د ټولو په ګټه دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک او اسلام‌اباد تر منځ څو پړاوه مذاکرات تر سره شول چې په پایله کې د ټي ټي پي او اسلام آباد تر منځ اوربند وشو. خو پاکستاني طالبانو تېره اونۍ دغه اوربند ختم اعلان کړ او خپل بريدونه يې بيا شروع کړل

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button