نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

مملکت چلولو او کرکټ کولو کې فرق دئ عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي ملک او کرکټ لوبډله چلول بيخي بدل کارونه دي، د نوموړي دغه بيان ته په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی چې اوس ورته پته ولګېده چې په کرکټ کولو او ملک چلولو کې فرق دی.

عمران خان يوې بهرنۍ خبري ادارې سره په مرکه کې ويلي، “د ملک او کرکټ لوبډلې په چلولو کولو کې يو شان والی دا دی چې محنت به کوې د غلطيانو څخه به زده کړه کوې خو دا دوه کارونه د يو بل نه بيخي بدل دي چې ملک چلوي او کرکټ کوې”.

د عمران خان دغه بيان ته په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی چې هغه ته اوس دا خبره مالومه شوه.

ژورنالسټ عمر چيمه په ټويټر ويلي، “خان صېب ته اوس پته ولګېده”.

نوموړي ته ځينو کسانو د پخواني وزيراعظم نوازشریف د هغه وېنا ويډيو هم خپره کړې چې پکې نوازشریف، عمران خان ته په مخاطب کولو سره ويلي “کرکټ کوه، سياست کول ستا کار نه دی، ملک چلول ستا کار نه دی ته يواځې کرکټ کوه او اوس د کرکټ کولو هم نه یې پاتې”.

ابوبکر جټ نومې تن په ټویټر ويلي، “کومه خبره چې نن خان صاحب کوي چې په کرکټ کولو او ملک چلولو کې فرق دی، دا خبره درې کاله وړاندې نواز شريف کړې وه”.

ژورنالسټ عمېر سولنګي ويلي، ” اوس که پوهه شوی یې نو استعفی ورکړه کور ته لاړ شه او د کومې کرکټ لوبډلې کوچنګ پېل کړه، ملک چلول ستاسو د وس خبره نه ده

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر (کپتان) پاتې شوی او د هغه په مشرۍ په کال ۱۹۹۲م کې پاکستانۍ لوبډلې نړيوال کپ ګټلی ؤ.

کرکټر عمران خان له دغې څو کاله وروسته د پاکستان تحریک انصاف په نوم خپل ګوند جوړ کړی او سياست يې پېل کړی او نزدې شل کاله وروسته یې ګوند په حکومت کې راغلی او هغه وزيراعظم جوړ شوی دی.

نوموړی اکثره په خپلو وېناګانو کې د کرکټ مثالونه ورکوي چې هغه يو تکړه لوبغاړی پاتی شوی او د ملک چارې هم په ښه ډول چلولی شي.

خو په هغه باندې يې مخالفه سياستوال نيوکې کوي چې کرکټ کول او ملک چلول جدا جدا کارونه دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button