هنر او ادب

میشل فوکو او د ليونتوب تاریخ

میشل فوکو څوک او دده نظریات څه ډول وو چې په اړه په دې لیکنه کې لولی

په دې لیکنه کې چې جلال جهاني لیکلې، وايي فوکو په ۱۹۲۶ م کال په فرانسه کې وزیږید او د ۵۷ کالو په عمر په ۱۹۸۴ کې ومړ .

میشل فوکو ، فیلسوف ، روانشناس ، تاریخپوه… او ټولنپوه بلل شوی دی.

د فوکو پروژه د قدرت پروژه ده ، دده تقريباً ټولو موضاعت او مسایل له قدرت سره ټينګه اړیکه لري.

نور ولولئ: خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

که څه هم زما اصلي هدف د فوکو د قدرت تشریح ، توضیح او روښانه کول دي خو دا کار د يو یا دوه ليکونو کار نه دی او نه هم ترې فهم د نورو موضاعتو له تشریح پرته ممکن دی، نو ښه ده چې دده د افکارو ځینې نور ټکي هم روښانه شي .

فوکو انټي مدرنیست دی ، دی په مدرنيزم او په روشنفکري باندې خپل نقدونه لري ، د هغو له جملي یوهم داچې مدرنیزم ادعا کوي چې دوئ د پخوا په پرتله د وکړو لپاره د ژوند شرايط او حالت بهتره کړي.

له روشنفکرۍ له دوران مخکې هم ټولنه وحشي نه وه

فوکو اصل کې د مدرنیزم ددې ادعا خلاف دی چې وايي د روشنفکري له دوران مخکې ټولنه له وحشت ، بربریت ظلم او جهالت څخه ډکه و او د روشنفکري دوران څخه وروسته د مدرنیزم ظهور د مدرن انسان لپاره شرايط بهتره کړي، فوکو ددې قضې مخالف دی هغه وايي ددې په ځای چې مدرنیزم شرايط د انسان لپاره بهتره کړي وئ نور یې هم بدتر کړي دي.

داچې فوکو د خپلې ادعا لپاره څه لري ، او څنګه دی روښانه وي چې مدرنیزم د انسان لپاره شرايط بدتر کړي.

نور ولولئ: “پردی” د ايمل پسرلي نوی ناول دی چې تازه چاپ شو

نن ددې ادعا يوه کوچنئ برخه یا بل هر څه چې تاسې ورته واياست تر مطالعې لاندې نیسم.

د لیونتو تاریخ کې کوم سوال مطرح کېږي؟

فوکو په خپل کتاب (د لیونتوب تاریخ) کې يو ساده سوال مطرح کوي ، دی وايي ايا واقعاً په مدرنې ټولنې کې د ليوانانو یا هغه کسانو چې رواني ستونزې لري حالت بهتره شوی یا یې د ژوند شرایط ښه شوي ؟ ځکه مدرن ټولنه ادعا کوي چې موږ د پخوا په پرتله د لیوانیانو یا هغه کسانو لپاره چې رواني ستونزې لري شرايط بهتر کړي ، د ساتنې لپاره مو ورته مجهز ځایونه جوړ کړي باتجربه ډاګټران ،آرواپوهنه او نور یې درملنه او ساتنه کوي… .

فوکو له ۱۷ پيړئ وروسته هغه شريطو ته اشاره کوي په کوم کې چې د عقل او بې عقلي د عقل او ليونتوب ترمنځ توپير یا درز پیدا شو ، ددې توپیر مهم عوامل ارواپوهنه، روان پوهنه … نور وو.

فوکو په دې باور دی چې له ۱۷ پيړئ څخه پخوا د عقل او بې عقلئ د عقل او ليونتوب ترمنځ قاطع توپیر نه و، له ۱۷ پيړئ یا رنسانس وروسته د عقل او بې عقلي د عقل او ليونتوب ترمنځ توپیر پیدا شو ، که څه هم په ځينې وختونو کې لیونیان او مجنوانان د ټولنې له لوري له نفرت یا بې مینېتوب سره مخامخ کیدل خو سیاست يا سیاسي فرهنګ هغوئ له ټولنیز ژوند څخه نه شړل یا تړل.

کوم زندان نه و ورته ځانګړی شوی او نه هم کومه موسیسه یا سازمان موجود و چې دوئ یې زنداني کړي وئ .

یعنې له رنسانس څخه پخوا د عقل او بې عقلي یا د عاقل او لیوني ترمنځ قطعي( پریکنده ) فاصله نه وه موجوده، چې لیونی او عاقل دې  په قاطع ډول سره بېل کړي .

لیونتوب حتا ستایل کیده ، او لیونیانو ته په مقدسه سترګه کتل کیدل او خدای ته نژدې کسان یا وليان بلل کیدل. که فکر وکړئ زموږ په ټولنه کې اوس هم لیونيانو ته په مقدسه سترګه کتل کیږي او ورته تکلیف رسول یا ازارول ګناه او بده ګڼل کیږي حتا ترې دعا غوښتل کيږي ، ځکه خدای ته نږدې کسان ګڼل کیږي.

د هغو له جملې چې لیونتوب به یې ستایلو یو هم اراسموس و ، ده لیونتوب د مذهبي ټولنې د ریاکارانه آرمانونو د نقد وسیله بلله…

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button