ستاسې اند او نظر

نارینه او ښځينه، معمولي دوستان څنکه کېداۍ شي

 نارینه او ښځینه ګټوره معمولي دوستانه اړیکه لرلای شي؟ دې پوښتنې ته ډېر ځوابونه ویل شوي، چې په دې مطلب کې یې په اړه خبرې کوو.

زموږ د حافظې او ذهن ډېره برخه له هغو فېلمونو او سریالونو څخه ډکه ده چې سراسر خالي او افسانوي مینه وړاندې کوي. د ځوانۍ په لومړیو کې یو هلک، یوه نجلۍ ویني او په یو زړه نه، بلکې په سلو زړونو پرې ميَنېږي. هغه نجلۍ ته بې نومه عاشقانه لیکونه لیکي او په لاره کې یې د سرو ګلونو کېډۍ ږدي. مګر نجلۍ په بل زړه بایللی وي او د بل هلک ملګرې کېږي. دا ماتې خوړلی میَن د دې غمجنې ماتې تاب نه راوړي او ځانوژنه کوي او د نجلۍ په پای کې دېته پام کېږي چې تل او په هر حال کې په هماغه لومړني هلک مَینه وه. دا رومانټیک جریان د  (Dawson’s Creek and Friends)، ډېر لکه مینه (A Lot Like Love)، (Win A Date With Tad Hamilton) د نندارې سوژې دي. دلته پوښتنه دا ده، چې آیا کېدای شي د نارینه او ښځينه‌وو دوستي په یوه اپلاتوني او ژورې مینې بدله شي که نه؟

د دوو مخالفو جنسونو ملګرتیا

نارینه او ښځینه د یو بل تر څنګ ژوند کوي، له یو بل سره مراوده لري او له ماشومتوبه سره لوییږي، نو له همدې امله د دوی اړیکه نه پرې کېدونکې ده. موضوع د لومړني ټولنیز حضور څخه پیلیږي، کله چې ماشومان ښوونځي ته ځي هلته لومړۍ جنسیتي ډله جوړوي. دا ډلې معمولاً د همجنسه وګړو څخه جوړې وي، چې فرد ته نېژدې رغبت لري.  دا موضوع ادامه مومي او د عمر په لوړېدلو د پوهنتون په وروستیو کې د دوه مخالفه جنسونو ترمنځ لېوالتیا شروع کېږي. د مخالف جنس سره ملګرتیا د یو کیمیاوي غبرګون په څېر ده. فرد په دې دوستۍ کې د دې مسئلې د درک په لټه کې وي، چې مقابل لوري سره اوسېدل په هغه کې څه ډول احساسات پاروي.

کلینیکي ارواپوه، ډاکټر ایدکو تابوري (Ildiko Tabori) وايي: “کله چې موږ د ملګري (څه همجنس یا هم مخالف جنس) په هڅه کې اوسو، د هغو کسانو په لټه کې اوسو چې د شخصیتي او احساساتي پلوه موږ ته ورته وي. د دوستانه اړیکو په پراختیا کې ګډون ډېر ګټور دی…” د دې مسئلې په نظر کې نیولو سره آیا ښځینه او نارینه معمولي دوستان کېدای شي؟

ملګری/ ملګرې، مَین یا هېڅ یو

د دوستۍ له جاذبو څخه یوه هم دا ده، چې دوه تنه یو بل سره له شهوت پرته د حُسن نیت پر اساس اړیکه ولري، دا هم علم ثابته کړې چې دا ډول اړیکې شته.  (Social and Personal Relationships) مجلې یوه مقاله خپره کړې، چې په لړ کې یې ویل شوي، چې د مخالفو جنسونو وګړي سره ملګري وو، خو اړیکې یې هېڅکله د مینې رنګ نه دی اخیستی. په دې څېړنه کې هغو کسانو، چې ملګرتیا یې هېڅکله مینه‌ناکه او جنسي شوې نه وه او صرف معمولي دوستي تجربه کړې وه، ټینګې او اوږدمهاله ملګرتیا او روابط درلودل. دا موندنې ښايي چې د نارینه او ښځینه اړیکې له یوې عاشقانه او جنسي اړیکې پرته دوام کولای شي.

خو لیکوال او کارپوه آوریل مارسیني بیا د دې عقیدې مخالف دی، دی وايي: “د نارینه او ښځینه‌وو ترمنځ اړیکه الزاما د روابطو د پراختیا لپاره عاشقانه بڼه خپلوي او بالاخره جنسي تمایلات د دوو تنو ترمنځ څرګندېږي…” نوموړي وویل: “دا عقیده چې ښځې او نارینه معمولي دوستان کېدای شي؛ د خنډونو سره مله وي. په اصل کې د ښځینه او نارینه ترمنځ معمولي اړیکه هېڅکله نشي رامنځته کېدای او د دې دوستۍ تر شا تل جنسي تمایلات وي او پای کې یو له دوی تنو دا حس څرګندوي.”

جنسیتي جاذبه د اړیکو هیجان او نشاط زیاتولی شي، خو څرنګه چې مارسیني هم وايي په دې جریان کې د معمولي ملګرتیا په لاره کې خنډونه شتون لرلای شي.

د جسمي او جنسي جاذبې موانع حتی د هغو ملګرو ترمنځ چې ډېری ښې او اوږد مهالې اړیکې لري، تل شته وي. په ۲۰۱۲م کې یوې څېړنې ښکاره کړه چې زیاتره ملګرتیاوې لږ تر لږه په ټيټه سطحه جنسي تمایلات لري، په دې څېړنه کې مشخصه شوه، چې نارینه د یوې مینه‌ناکې اړیکې درلودلو لپاره نسبت ښځو ته ډېر لېواله دي.

په۲۰۰۰م کې هم یوې څېړنې، چې په آمریکا کې ترسره شوې او ۳۰۰ محصلین پوښتل شوي وو، څرګنده کړه، چې ۶۷٪ د ملګرتیا جریان کې یې جنسي اړیکې درلودې، په داسې حال کې چې ۵۷ سلنو یې هېڅکله د ملګرتیا په پیل کې دا فکر نه درلود.

نو منطقي ده چې دا پایله تر لاسه کړو، چې د ښځینه او نارینه‌وو خلقت ته په پام سره ښځې او نارینه که هر څو هم د یوې سالمې او ژورې دوستۍ په ساتلو ټینګار کوي، امکان شته دا ډول لېوالتیاوې رامنځته شي، چې ځینې یې په کنټرول برلاسي او ځینې یې بیا په وړاندې تاب نه راوړي او زغم له لاسه ورکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button