ټکنالوجي

ناسا د سپوږمۍ پر سطحه د چندریان-۳ انځورونه خپاره کړي

ناسا د هند چندریان-۳ انځورونه خپاره کړي چې څو ورځې وړاندې یې سپوږمۍ ته واستوه

د امریکا فضايي څېړنو ادارې ناسا د سپوږمۍ پر سطح د هند د فضايي بېړۍ “چندریان-۳” انځورونه خپاره کړي‌ دي.

دغه انځورونو کې ویکرم لانډر”فضايي بېړۍ” د عکس په مرکزیت کې د یوې کوچني داغ په څېر ښکاري چې په شاوخوا روښنایی کې یې تیاره سیوری له ورایه لیدل کېږي.

د هند له لوري د چندریان-۳ لېږل

د هند چندریان -۳ فضايي بېړۍ د اګست پر ۲۳مه د هند په وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

نور ولولئ: هند لومړنی هېواد شو چې چندریان-۳ یې د سپوږمۍ سویلي قطب کې ښکته کړ

تېره اګست میاشت کې نړۍ کې هند د نړۍ لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ په دې برخه کې یې فضايي بیړۍ ځای په ځای کړه.

ناسا یا د امریکا فضايي څېړنو ادارې ویلي، دا عکسونه یې د سپوږمۍ سویلي قطب ته د چندریان-۳ له رسېدو څلور ورځې وروسته اخیستي دي.

د هند دا فضايي بیړۍ د سپوږمۍ مدار ته له ننوتلو مخکې شاوخوا لس ورځې د ځمکې په شاوخوا کې وګرځېده، چې وروسته د اګست په پنځمه وتوانېدله د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

هند څووم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان ورساوه؟

هند له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان رسولی دی.

نور ولولئ: هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

د راټولو شویو مالوماتو او عکسونو د ترلاسه کولو وروسته د دغه هېواد د فضايي څېړنې ادارې “ایسرو” ویلي، ” دوی د فضايي بېړۍ ماموریت کې له ټاکل شوې موخې هم پرمختګ کړی.”

دا په داسې حال کې ده چې هند په دې وروستیو کلونو کې په ټکنالوژیکه برخه کې خورا چټک پرمختګ وکړ او لا هم مخکې روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button