سیمه ییز خبرونه

نبیل: دغه کال د پاکستان د زوال کال دی

دغه پخوانی لوړپوړی افغان امنیتي چارواکی وايي چې د پاکستان زوال به د هغه ترهګرو ډلو له امله وي چې په خپله یې روزلي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د ایران له لوري وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې «۲۰۲۴ به د پاکستان لپاره ډېر ګواښوونکی کال وي.»

ایراني رسنیو پرون سې شنبې (د مرغومي ۲۶مه) ناوخته راپور ورکړی چې د ایران بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پاکستان په بلوچستان کې د (جیش العدل) مرکزونه په نښه کړي.

pak attack1
انځور؛ پاکستان کې پر پوځیانو د وسله والو بریدونه.

رحمت الله نبیل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان دا مهال «‏هم په کور دننه په جګړه کې ښکېل دی او هم یې له ګاونډیانو سره اړیکې خړې پړې دي.»

کشمیر کې د امنیت خرابوالي اندېښنه

نبیل د ایران د بریدونو تر څنګ د هند تر ولکې لاندې کشمیر پونچھ سیمې ته په اشارې ویلي چې هلته هم امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی، «په پونچھ او هلته ځینو نورو سیمو کې ترهګریز حرکتونه زیات شوي او په نږدې راتلونکي کې د هند دننه د یو لړ ترهګریزو بریدونو احتمال شته، که چیری دا بریدونه تر سره شي نو د هند غبرګون به ډیر توند وي.»

نور ولولئ: زلمۍ خلیلزادنبیل څخه ولسمشرغني ته شکایت کړی

نور ولولئ: رحمت الله نبیل:طالبان د سولې خپلمنځي خبرې ځنډوي

نور ولولئ: رحمت الله نبیل: طالبان د نړیوالو د غوښتنو له پوره کولو عاجز دي

تسنیم خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

iran attack
انځور؛ پر پاکستان د راکټي حملو د نندارې انځور.

یاد برید ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې چې د دې هيواد د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه شوي دوه ماشومان وژل شوي او درې ماشومانې ټبیان دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې د پاکستان پر حاکمیت شوی برید په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او ایران یې باید ځواب ته په تمه شي.

gd wmlcxkaauwht
انځور؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې متن.

رحمت الله نبیل پخوا هم دا ډول څرګندونې کړې او پاکستان یې د ترهګریزو بانډونو پر روزنه او افغانستان ته د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو په خاطر پر استولو تورن کړی دی.

خو دا ځل یې ویلې چې پاکستان به د هغې بلا خوراک وي چې په خپله یې روزلي او ګټه یې ترې پورته کوله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button