افغانستان

نصیر احمد فایق: پر ښځو د طالبانو بندیزونه هم جنسیتي اپارتاید او هم نسلي شاته تګ دی

نصیر احمد فایق وايي، پر ښځو د طالبانو ظلم هم جنسي اپارتاید دی او هم د یوه نسل شاته تګ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارتاید دی؛ بلکې د هغه نسل لپاره په شاتګ دی، چې یو وخت یې د روښانه راتلونکې هیله لرله.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړې دي.

هغه ویلي، په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.

په افغانستان کې ښځې له ټولو حقونو بې برخې کېدل

د هغه په وینا، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان لاهم د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، افغانستان د نړۍ په کچه یواځینی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له حقه بې برخې شوې دي.

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: فایق: د افغانستان خلکو ته باید د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو تاوان ونه رسیږي

هغه وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال ښځې له ټولنې څنډې ته شوې، د کار کولو حق ترې اخیستل شوی او د سختو بندیزونو له امله اوس په کور ناستې دي.

ښاغلي فایق په افغانستان کې د عصري ښوونځیو پر ځای د طالبانو له‌خوا د جهادي مدرسو پر جوړېدنه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دغه مدرسې په اصل کې د طالباني کولو یوه هڅه ده چې د اسلامي مطالعاتو په غلطو تعبیرونو سره بنسټ پالنې ته لار هواروي.

د مدرسو پیاوړي کېدل

هغه زیاته کړې، د دې وېره شته چې دغه مدرسې افراطیت او ترهګري پیاوړې کړي او د دغې ډلې لپاره د نویو کسانو د جلب او جذب برخه کې مرسته کوي چې دا بیا د افغانستان او سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شي.

د هغه په وینا، نن سبا په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنۍ هم سختې محدودې شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې جنسیتي اپارتاید دې د نړۍوال قانون له مخې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د بیا واک اخیستو سره پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو بندیز ولګاوه چې د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی، خو طالبانو تر اوسه کوم بدلون نه دی ښوولی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button