سات تيري

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده د پښتونخوا مخکښ سندرغاړی هارون باچا چې تل يې د لر و بر پښتنو او لوى افغانستان لپاره سندرې ويلي دي، نن د ٤٨ کلونو شو. هغه په ١٩٧٢ کال کې د جولاى په ٢٧مه نېټه د پښتونخوا د صوابۍ په پنجپير کې نړۍ ته سترګې وغړولې

ښاغلي هارون باچا په پنجپير ښوونځي او د پېښور نمبر ١ ښوونځي کې زده کړې ترلاسه کړې، همدا رنګه اېډورډز کالج کې له بیچلر نه فارغه شو او د پېښور پوهنتون کې يې بيا په سوشل ورک کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ ترلاسه کړه،هارون باچا په ١٩٩٢ کال کې د موسيقۍ نپیل کړه او کله چې بيا هغه د (اول به کله کله غم و) ټپې وويلې نو هغه ته يې ډېر شهرت پیدا کړ ،او دغه ټپې ېې ډېر وایرل شوې په دغه وخت کې دغه ټپې ډېرې خلکو اورېدلې.

تر دې دمه پورې هغه شاوخوا پنځوس د سندرو البمونه ريکارډ جوړ کړي دي هر يو البم يې تر بل خلکو ډېر خوښ کړى دى.هارون باچا اوس په پراګ کې ژوند کوي او هلته د مشال راډيو سره هم کار کوي. نوموړى په مشال راډيو کې د (هارون باچا هنري ګړۍ) په نوم يوه هنري خپرونه هم چلوي، چې له هنرمندانو سره پکې مرکې کوي.په اوسنيو وختونو کې هارون باچا يو د غزل ښه سندرغاړى دى، د هغه اوسنۍ سندرې هم خلک ډېر په مينه اوري له يو بل څخه يې سندرې د پېغام له لحاظه هم ډېرې په زړه پورې وي.

ښاغلي باچا بې شمېره ژوندي کنسرټونه هم ورکړي دي، چې خلکو يې له موسيقۍ څخه مزه اخېستې ده . د هغه په وروستيو سندرو کې (داستان، ټپې او ژوند کشالې کشالې هم شاملې دي چې ټپې يې د کوچني اختر نه څو ورځې وړاندې خپرې شوې وې او ژوند کشالې کشالې يې اوس اوس تازه په سوشل ميډیا کې خپره شوې چې نوموړي تازه ویلې وه

هاروباچا هنرمند په افغان وطن مين دى او تل يې د لوى افغانستان د جوړولو فکر له ځان سره لرلى. نوموړۍ په پښتو ژبه لیکل هم کولۍ شي او خپل فیسبوک باندې کله کله په پښتو ژبه لیکنې کوي چې کوم د دې نښه ده چې نوموړۍ په پښتو ژبه او افغانستان مین شخص دۍ، او هغه افغانستان سره ځانګړې مینه لري نوموړي څو څو وارې ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي او دا به نوموړي تر ټولونه زیات خوږ سفر وي هغه وايي چې زیات ارمان لري چې افغانستان کې سوله راشي او افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي

نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده
نن د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي هارون باچا کلیزه ده

هارون با چا اوس د هېواد نه بیرون مېشت دۍ او نوموړۍ د مسافرۍ ژوند کوي نوموړي سره هملته فامیل هم دۍ او خپل ژوند د هېواد نه بهر پر مخ وړړي د نوموړي یو ځويي اوسمهال د مکتب یا هايي سکول نه فارغ شو نوموړي د خپل ري د فراغت عکسونه هم په خپأ فیسبوک پاڼه باندې شیر کړي وو، نوموړۍ د زوي ترڅنګ نوړې لورانې هم لري چې د هغه په وینا غواړي په اینده کې د پښتنو د خدمت لپاره ترینه کار اخلي او یورپ کې په اعلۍ تعلیم هم کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button