نورستان کې بله ترافیکي پېښه؛ سیند ته د موټر لوېدو وروسته څلور کسان لادرکه دي

نورستان کې بله ترافیکي پېښه؛ د نورستان سیمهییز مسوولان وایي، د اختر د رخصتیو پر مهال نورستان ته د تلونکو سېلانیانو یو موټر د مرکز پارون اړوند سیمه کې له سړک اوښتی او سیند ته لوېدلی دی.
د مسوولینو په وینا، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې له امله یې څلور تنه لادرکه شوي او د موټر چلوونکی ژوبل حالت کې ژغورل شوی دی.
نورستان کې بله ترافیکي پېښه او د لادرکه کسانو د موندلو هڅې روانې دي
سرچینې وایي، د پېښې قربانیان د فراه ولایت اوسېدونکي وو او د لوی اختر د رخصتیو د تېرولو لپاره نورستان ته تللي وو.
ځايي چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډلې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې ساتلې دي، خو تر اوسه یې درک نه دی معلوم شوی.
نورستان کې بله ترافیکي پېښه او نورستان ته د سېلانیانو تګ زیات شوی
نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د طبیعي ښکلاوو له امله هر کال د اخترونو او رخصتیو پر مهال زرګونه سیلانیان ور روانېږي.
خو د دغه ولایت غرنی طبیعت، تنګې لارې او د سړکونو ستونزې وخت ناوخت د ترافیکي پېښو لامل هم ګرځي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي او چارواکي له موټر چلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي اصول مراعات کړي.



