سیمه ییز خبرونه

نوي ډهلي ومنله چې ځینې هندي اتباع د روسیې په پوځ کې دندې لري

د هند بهرنیو چارو وزارت ومنله چې ځینې هندي اتباع د روسیې په پوځ کې دندې ترسره کوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ فبروري ۲۳ (کب ۴) تائید کړه چې د دې هیواد یو شمیر اتباعو د روسیې له پوځ سره دندې اخیستي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له مسکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې دغه هندیان له دندو لیرې او په خوندي ډول یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

د هندو ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر خپور کړ چې شاوخوا ۱۸ هنديان د اوکراین سره د روسیې په سرحدي سیمو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه بند پاتې دي.

ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه درې تنه یې د روسي پوځیانو تر څنګ جګړې ته اړ ایستل شوي وو.

په جګړه کې د هندي اتباعو برخه اخیستل

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا تائید نه کړه چې هنديانو په جګړه کې فعاله برخه اخیستې ده خو په یوه خبرپاڼه کې یې وویل چې “څرګنده شوې چې یو شمېر هندي اتباعو د روسیې له پوځ سره د ملاتړ دندو ترلاسه کولو قراردادونه لاسلیک کړي دي.”

india1
هندي اتباع چې له روسي پوځ سره پر دندو بوخت دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د هند سفارت په منظمه توګه دا موضوع د روسیې له اړوندو چارواکو سره مطرح کړې ترڅو دغه خلک ژر تر ژره له دندو لیرې کړي… موږ له ټولو هندي اتباعو څخه غواړو چې له احتیاط څخه کار واخلي او له دې شخړې څخه لیرې پاتې شي.”

نور ولولئ:  هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

نور ولولئ: د هند بې ساري پرمختګونه؛ دا ځل به سپوږمۍ ته ستور مزلي واستوي

نور ولولئ: د افغانستان هېرویین او تریاک لېږدونکې ډرون له پاکستان د هند پولو ته رسېدلي

د هندو ورځپاڼې په راپور کې ادعا شوې چې دغه هنديان په دوبۍ کې د استخداموونکو له خوا د لوړ معاش او د روسیې پاسپورت د ترلاسه کولو د ژمنې په بدل کې د روسیې د پوځ سره د دندې اخیستلو ته هڅول شوي دي.

india2
روسي پوځیان

هندیانو ته د نظامي روزنې ورکول

مسکو ته په رسیدو سره، د راپورونو له مخې، دغو هنديانو ته د “روسیې پوځ لخوا د وسلو او مهماتو” استعمالولو روزنه ورکړل شوې او د جنوري په میاشت کې د جګړې لومړیو لیکو ته لیږل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې ځینو هندي اتباعو له دې وړاندې په خپله خوښه له اوکرایني ځواکونو سره دندې ترلاسه کړي خو دا لومړی ځل دی چې هندیانو د روسیې د پوځ سره دندې اخیستي دي.

ددغو هندیانو له جملې څخه یو تن د هندو ورځپاڼې ته ویلي چې هند ته د ستنولو دپاره یې غوښتنه په مسکو کې د هند د سفارت له خوا په مکرر ډول له پامه غورځول شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button