ستاسې اند او نظر

نوکانوکې سپین داغونه یوازې د وېټامینونو د کموالي نښه نه ده

د خوړو او د تغذيې د برخې متخصصې نرګس جوزداني د نوکانو د سپینو داغونو په اړه وايي:

“د نوکانو لاندې د لوکوشینا ناروغي یا د سپینو خطونو رامنځته کېدل، بېلابېل لاملونه لري، چې تر ټولو معمولي یې د نوکانو د سطحې ضربه لیدل دي.”

جوزدانۍ د دغو خطونو د جوړېدلو عواملو ته په اشارې سره وويل:

“آلرژي، حساسیت، د زړه ناروغي، د سږو ستونزې، کیمیاوي درملنه، شکر، د ځیګر سیتوزېت، د تایراید غُدې کم کاري، جلدي ناروغۍ (اګزما) او د معدني موادو د کمښت له امله سپین خطونه جوړېږي.”

جوزدانۍ د معدني موادو د کمښت د اغېز په اړه وايي:

“د وېټامینونو کموالی لکه کلسیم، زېنک او اوسپنه کولای شي وګړو ته د نوکانو د سپینو لکو ستونزه پیدا کړي.”

نوموړې د دې لکو د کمېدلو او لمنځه تلو د حللارې لپاره وویل:

“د نوکانو د سطحې مرطوب ساتل، په تکراري او لنډمهاله توګه د نوکانو رنګ نه کارول، د دې ستونزې د کمېدو لامل کېږي.”

هغې د نوکانو د سطحې د تقويې لپاره مناسبو خوړو ته په اشارې وویل:

“غوره ده پوه شئ چې پروتین او زېنک د غوښې او حبوباتو څخه په بدن کې تر لاسه کېږي او په ورځني ډول مصرف یې د نوکانو د غښتلتیا سره مرسته کوي.”

نوموړې په پای کې زیاته کړه:

“په بدن کې د کلسیم د تامین سرچینه شیدې دي او هر ګیلاس شيدې ۲۴۰ ملي ګرامه کلسیم لري، نو د شیدو په روزانه څښلو سره د بدن د کلسیم تعادل ساتلی شئ.”

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button