ژوند او ټولنه

نړیوال بانک: افغانستان کې د خوراکي توکو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ دی

نړیوال بانک وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني یا خوندیتوب د تېرو لسیزو په پرتله د لا خرابېدو لور ته تللی دی.

یاد بانک وايي چې سره له دې چې د هند په ګډون په څو هېوادونو کې نسبي کمښت راغلی، خو په افغانستان او پاکستان کې د خوراکي توکو امنیت او خوندیتوب د تېرو لسیزو په پرتله خراب شوی او ناوړه وضعیت یې خپل کړی دی.

دا بانک په نړیوال اقتصادي لید راپور کې زیاته کړې چې د معلوماتو د نشتوالي له امله، د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینې نه وړاندې کېږي. خو سره له دې، د دې بانک په وینا، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصاد به په یوه محدوده اندازه وده وکړي چې یوه برخه یې د نسبي تورم د کمښت له امله ملاتړ کیږي.

د نړیوال بانک په راپور کې په دې هېواد کې د فقر د زیاتوالي ته هم اشاره شوي ده.

وړاندې په راپور کې راغلي: “سره له دې، د بیکارۍ کچه به لا هم لوړ پاتې شي، د خوراکي موادو ناخوندیتوب په پراخه کچه اټکل کیږي، او سرانه عاید به ثابت پاتې شي چې دا به د فقر زیاتوالي ته لار هواره کړي.”

د خپاره شوي راپور په وینا، په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې د تاوتریخوالي له امله اقتصادي وضعیت نور هم خرابېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button