سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

نړۍ طالبانو ته د تعامل شین څراغ ورکوي

ځینې هېوادونه هڅه کوي چې له طالبانو سره تعامل وکړي، خو مجبوریت څه دی چې دا کار کوي؟

نړیوال سره له دې چې طالبان اساسي قانون نه لري، د ښځو حقونه نقضوي، بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د نړیوالو غوښتنې یې نه دي منلي؛ بیا هم نړیوال او د سیمې هېوادونه له دوی سره د تعامل کولو په هڅه کې دي.

ددې تعامل یو علت د اوکراین او روسیې، د فلسطین او اسراییلو او په سره سمندر کې راولاړې ستونزې او کړکیچ دی چې نړیوال نه غواړي په افغانستان کې هم ورته ستونزې سره مخامخ شي. دوی هڅه کوي چې طالبانو ته سره له ټولو سرغړونو بیا هم امتیاز ورکړي او په دغو حالاتو کې د تعامل لارې ولټوي.

له طالبانو سره په تعامل کې هېوادونه

هغه هېوادونه چې له طالبانو سره یې تعامل کړی، تر ډېره یې په طالبانو کې ګټې خوندي دي. اسلام اباد چې د طالبانو سفیر یې منلی، په اصل کې د طالبانو د روزنې، تولید او حمایې مرکز دی. بل پاکستان هڅه کوي چې طالبان په خپله ګټه وکاروي او په افغانستان کې اسلام اباد خپلو موخو ته د طالب د رژیم په واسطه ځان رسول غواړي.

نور ولولئ: چین وايي طالبان به له بنسټیز بدلونه وروسته په رسمیت پېژني

نور ولولئ: طالبان په رسمیت پېژندلو کې له نړۍ ګیله‌من دي

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ایران، ازبکستان، قرغزستان او نور هم له طالبانو سره په تعامل کې دي. ددې لړۍ وروستی هېواد ترکیه ده چې له طالبانو سره یې د تعامل شین څراغ لګولی او هڅه کوي چې په ترکیه کې هغه خوځښتونه چې د طالب پرضد دي، انقره ورباندې بندیزونه ولګوي.

taliban

طالبانو ته د امریکا پټې مرستې

د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت په مقابل کې امریکا د دوحې په پټ تړون کې طالبي اخوندانو سره ژمنه وکړه چې جمهوریت به ورته وپرځوي، خو طالبان به د واشنګټن پرضد هر ډول حرکت ځپي او هغه چاته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د امریکا د ګټو خلاف وي. په دغه تړون کې چې افغان ملت ته نه دی ښودل شوی، طالبانو دا هر څه ومنل او امریکا طالبانو ته د کابل واګي وسپارلي.

taliban2

امریکا هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر طالبانو ته سپاري او طالبانو ورباندې د افغانستان اقتصاد روان ساتلی دی. بل لورته دوه ورځې وړاندې یو خپور شوي راپور په ډاګه کړه چې نورې پیسې هم طالبانو ته ورکول کېږي چې اندازه یې ۸۰ میلیون ډالره ته رسېږي.

طالبان دا پیسې په داسې شکل تر لاسه کوي چې رسمي اعلان یې نه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button