نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

نړۍ کې مجموعي په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته نږدې دۍ

د کرونا ویروس چې د نړۍ یو شمیر ملکونو ته رسېدلې ده او د نوې اندازې مطابق مثبت پېښو تعداد ۴ ميلیونه ته نږدې دۍ او د دې کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي له امریکا او اروپا وروسته په آسیا کي یو ځل بیا ریاتې شوي دي.د یو داسې وبا ده چې په عام وګړو ګې یو بل ته ډېر ژر انتقاليږي او چې کوم انسان یی مقاومت ونلري نو له همدې له امله مړ کيږي .

کرونا ویروس چي اول ځل په چین کي را ښکاره شو، وروسته امریکا او اروپا لویو وچو تهخپور شو او دغلته ډېر ژر خپور شو او په میلیونونو کسانو ته یې نقصان ورساوه. له دوو هفتو رپدېخوا د ویروس مثبت کېسونه  یوځل بیا په آسیا کي ډېري شوي دي. داځل په روسیه، سعودي عرب، هند او پاکستان کي د ویروس ورځني کېسونه ډېر شوي دي.

فرانسی او روسیه له ، جرمني، ترکيې، ایران او چین څخه ډېر وړاندي او د نړۍ پنځم هیواددۍ  ، چي د کرونا مثبت کېسونه يې ۲ لکو ته وزسېدل خو ویروس په روسیه کي تر بل هر ډېر ځپل شوي هیواد ډېر لږ کسان ۱۷۲۳ نه ېې ژوند اخیستۍ.بلخوا په هند او پاکستان کي د ویروس مثبتي ورڅني کېسونه  له ۴ ورځو راهسي ډېري شوي دي.

هند کي د ورځي له ۳ زرو ډېري پېښي ثبتیږي، چي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسیږي او ۱۹۸۵ تنه یې مړه کړي دي. پاکستان کي بیا د ویروس ورځنۍ پېښي تر ۱۵ سوه اوښتي، چي په ویروس اخته سوي کسان ۲۷ زرو ته رسیږي او ۶۰۰ تنه ځیني مړه سوي دي. کرونا ویروس په پاکستان کي خیبر پښتونخوا ډېره ځپلې ده.

ترکیه، ایران او سعودي عرب کي لاهم هره ورځ تر ۱۶ سوه ډېري مثبتي پېښي لري. ترکیه له ۱۳۵ زرو تنو څخه ۳۹۰۰ مړي، ایران له ۱۰۵ زرو تنو څخه ۶۵۰۰ مړي او سعودي عرب بیا له ۳۵ زرو تنو څخه ۲۹۹ مړي لري. تېره ورځ په چین کي ۲ او جنوبي کوریا کي ۴ مثبتي پېښي ثبت شوي دي.

امریکا کي لاهم د ورځي د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵ زرو څخه اوړي. په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر یې له ۱،۳ میلیونو څخه واوښتئ. مړي یې هم تربل هر هیواد ډېر ۷۷۷۳۴ تنه دي.همداراز اروپا کې بازې هېوادونو کې  ۴لکو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي دي.او ۶۰ زرو تنو پوري مړه شوي دي.

نړۍ کې مجموعي په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته نږدې دۍ

د اروپا په یادو ۵ لویو هیوادونو کي د کرونا ویروس د پېښو د کمښت سره سم حکومتونو ګرځبندیزونه نرم کړي او کاروبارونه ته یې د بیا پیلیدو اجازه ورکوي. بلخوا بیا په برازیل کي هم د ویروس مثبتي پېښي په زیاته اندازه په ډېرېدو دي. هلته پېښي له ۱۴۰ زرو ډېري سوي او ویروس تر ۱۰ زرو پوري خلګ مړه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کي په ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴ میلیونه ته لنډ دۍ . مړه شوي کسان یې تر ۲۷۴ زرو ډېر شوي او روغ شوي یې ۱،۴ میلیونه ته لنډ دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button