دامریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد دنده به پر خپل ځای پاتې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د بایډن ادارې له نوموړي غوښتنه کړې تر څو خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

ښاغلی بلېنکن چې د دندې شروع کولو په اوله ورځ يې په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او د امریکا نوې ادارې له نوموړي څخه غوښتي تر څو خپل کار روان وساتي.بلېنکن وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا نوې اداره به د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې هوکړه بیا ځلې وګوري، تر څو پوه شي چې طالبانو کومې ژمنې کړې دي او امریکا ته کوم مسئولیتونه ور له غاړې دي.

نوموړي وايي له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر هغو راپورونو ته هم اشاره کړې په کومو کې چې ادعا شوې، روسیې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې ورکړي دي.د هغه په خبره، په دې تړاو ارزونې روانې دې او دی نشي کولای تر پایلې وړاند ې څه ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: زلمي خلیلزاد به پر خپل ځای پاتې وي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.دغه ډله وايي، دا تړون د امریکا او افغانستان د ولسونو په ګټه دی او د امریکا نوې اداره یې باید هم دغه یاد تد تړون ته ادامه ورکړي.

پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي

پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي داسې حل کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده د امریکا دفاع وزارت وايي د فوځیانو د وتلو دغه ستراتیژي به بیا ځلې وکتل شي.

د یو رسنی د راپور په اساس، د امریکا د دفاع وزارت نوې رهبري به له افغانستان او عراق څخه د امریکایي عسکرو د خروج پر ستراتيژ ي له سره غور وکړي او په دې برخه کې راتلونکي اخیستل کېدونکي ګامونه به د دواړو هیوادونو له حکومتونو سره تر مشورې وروسته اخیستل کېږي.د پنټاګان ویاند جان کربي وايي، نوې رهبري به د ټرمپ له لوري غوره شوې ستراتیژي وارزوي او په دواړو هیوادونو کې د عملیاتو د وضعیت او هلته د مصرفېدونکو منابعو په اړه به ځان سزه معلومات ولري.

دده پر وینا د نوې ادارې په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او هر ځای به د امریکا د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي او له «ترهګرو» سره د مبارزې ماموریت به روان ساتي.د پنټاګان د چارواکو پورتنی دریځ داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي
پنټاګان له افغانستان څخه د پوځيانو ایستلو په اړه د ټرمپ ستراتیژي بیا ځلې کتل کیږي

او زرګونه ناټو او امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي.د یاد توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.او افغانسان ترک کړي خو اوسمهال ویل کیږي.چې که چیرې د جوبایډن حکومت بدل شي نو ښایي دا توافق کې بدلون راشي۔

خو بلخوا بیا طالبان وایي دا توافق د افغانستان او امریکا د ولسونو په ګټه دی او اړینه ده چې د امریکا نوې اداره یې عملي کړي.دويي زیاتوي چې که چېرې حکومت صحیح سوله غواړي نو باید د دوحې د توافق په نقشه مخې ته لاړ شي.ځکه په دغه توافق کې داسې لاره تعقیب شوې چې د ټولو افغانانو حق پکې خوندي کیږي.

ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه  خبر ورکړل شوی وو؟

ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه خبر و؟داسې مهال چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشراو سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړی پلاوی د ایران په رسمي بلنه یاد هیواد ته سفر کړی.د دويي پر وینا دغه پلاوی به ایران کې مختلفو اعلی چارواکو سره اوګوري.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وایي چې ددې سفر په اړه ددوی نظر غوښتل شوی  او خبر ورکړل شوی و.پرون سهار د طالبانو یو لوړپوړوی پلاوی د افغان سولې، د سیمې د وضعیت او ایران کې د مېشتو کډوالو د ستونزو د بحث په موخه تهران ته ورسېد او تمه کېږي، چې هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو  لوړ پوړو چارواکو سره وویني.د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي.

ایران به له طالبانو سره د خپل پلان او نظر د څرګندولو تر څنګ د جمهوریت په چوکاټ کې د سولې هوکړې ته د رسېدو او د اساسي قانون په ګډون د ټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتلو په اړه د سیمه ییزې اجماع له نظر څخه طالبان اګاه کړي.د خبرپاڼې پر بنسټ، ایراني لوری به د اوربند د ټینګښت په اړه طالبانو ته خپل پيغام ورسوي.

ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه  خبر ورکړل شوی وو؟
ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه خبر ورکړل شوی وو؟

تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی دی.ورته مهال د حکومت مذاکراتي ټيم وایي، په دوحه کې له تېرو نهه ورځو راپدېخوا طالبانو ورسره نه دي لیدلي.او عمده لامل ېې د اجنډا په اړه بحثونه دي یعنې دويي غواړي چې د خپلې خوښې اجنډا د سولې مزاکراتو لپاره وټاکي.

سیاسی شنونکي هم په دې اړه وايي چې که چرته دواړه لورې غواړي چې د سولې مزاکرانو لپاره یو سیاسي لار اوګوري نو باید دواړه لورې پر هغه مواردو بحث وکړي کوم چې اسانه دي او د بحث وي. نو دې سره به ډېر مثایل حل شي.او د سولې مزاکراتو په اړه به د خلکو باور هم زیات شي.

د طالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد

دطالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد دطالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه سهار یاد هیواد ته رسېدلی.او هلته به د سولې د روا بهیر د ملاتړ په اړه د ایران اعلی چارواکو سره اوګوري.

د ایران یو خبري اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس او سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر» د یوه پلاوي په ملتیا نن سهار تهران ته رسېدلی او د ایراني چارواکو له لوري يې په هوایي ډګر کې هرکلی شوی دی.ایران ته دطالبان سفر په داسې حال کې کیږي چې قطر کې طالبان او افغان پلاوی د یو بل سره د سولې خبرې کوي او په مهمو اجنډاو بحث کیږي.دويی د دې نا وړاندې هم د ځيني هیوادونو د مشرانو سره لیدل کتل شوي دي.

خو اوسمهال ویل کېږي،د طالبانو پلاوی به د خپل دې سفر په مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې اړوند مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.او۔د دغه هیواد ملاتړ به د سولې په حقله پیدا کړي. ایران د سیمي یو له مهمو هیوادونو څخه دی او د ایران ملاتړ دافغان سولې لپاره مهم دی.

هېره دې نه وي. سفر داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په بنسټ، له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د افغان سولې خبرې دوام لري، تر څو روانې جګړې ته یو سیاسي حل وموندل شي.او دافغانستان دا اوسنی تاوتریخوالی کم شي.

د طالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد
د طالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد

سیاسي شنونکي هم اوسمهال په دې باور دي. چې د افغانستان جګړه باید په سیاسي حل لاره باندې حل شي.دویی وايي چې د دې لارې نه بغیر بله یوه لار هم نه لري.دویی همداراز زیاتوي چې باید ټول سیاسي جهتونه او څېرې هم باید د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړي.او د عامو افغانانو ژوند وژغوري.

ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل

د مالیې وزارت څخه لرې شوی. پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي له وزارت ځکه ګواښه شوم چې ارګ کې مې د یو شمېر کړیو غیر قانوني فرمایشونه نه قبلول. عبدالهادي ارغندیوال نن په یو خبري کنفرانس کې د نوموړي د ګوښه کېدو په مکتوب کې ذکر شوي تورونه بې بنسټه وبلل.

هغه زیاته یې کړه چې د ارګ د کړیو په غیر قانوني فرمایشونو یې خیال نه راوړه ځکه له دندې لېرې شو.عبدالهادي ارغنديوال خبري کنفرانس کې یاده کړه چې د چارو ادارې په قراردادونو کې له ۱۸ ډوله غوښو سره ما مخالفت کړی، له همدې امله د تدارکاتو کمېسیون ونه غوښتل چې زه په کابینه کې پاتې شم. ارگ کې ځانگړې حلقې زما په کارونو کې لاس وهنه کوله.ارغندیوال وړاندې زیاتوي ځینو چارواکو زنګ وهلی وو چې ځينې ګمرکونه موږ ته راکړئ،

خو دهغه په وبږینا زموږ کلک دریځ دا وو، چې موږ له بیت المال سره معامله نه کوو. موږ د مالیې وزارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په ریزرف کې د ۱۴۰۰ مالي کال چې نوی مالي کال دی ۳۱ مېلیارده افغانۍ لرلې.ارغندیوال د عزل مکتوب کې غیر قانوني ګومارنو ته په اشارې وویل چې زما په مدیریت کې هېڅ غیرقانوني ټاکنه نه ده شوې، د وزارت عادي بودیجه کابو ۹۰ سلنه او پراختیايي بودیجه هم ۸۳ سلنه لګول شوې ده.

هغه همداراز وویل د جنوا په کنفرانس کې مو وکولی شول چې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د ۱۳.۴ میلیارده ډالرو مرسته تر لاسه کړې.زه د ناروغۍ په بستر کې وم خو کله چې وزارت ته راغلم ماته زما د عزل سند په لاس راکړل شو.ارغندیوال وایي که څه هم ولسمشر غني ورته منلې وه چې په چارو کې به یې څوک لاسوهنې نه کوي خو وایي په ارګ کې یوې خلصې کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوله او غیر قانوني فرمایشونه یې نه منل کېدل.

ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل
ارغندیوال: د مالیې وزارت نه ځکه لرې شوم چې د یو شمېر کړیو فرمایشونه مې نه منل

نوموړي څرګنده کړه چې په وزارت کې یې د نړرو وزیرانو په څېر خپلوان او د اړیکو خلک نه دي مقرر کړي او نه یې داسې کسان په دندو کړي وو چې ټامیان وو له بهر راغلي وو او ډالري معاشونه یې اخیستل.ارغندیوال وایي ملي ګټو ته ژمن یم، دفاع یې کوم او دې لپاره لویو قربانیو ته هم چمتو یم.هیره دې نه وي چې نوموړی د ولسمشر غني په فرمان لرې شو اوځای ناسته ېې خالد پاینده وټاکل شو.

ډاکټرعبدالله: داوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري

ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، ددې لپاره چې د افغانستان خلک له خپلې راتلونکې باور وکړي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ نور هم غښتلی شي؛ طالبان باید اوربند کړي۔

ډاکټر عبدالله چې په کابل کې یې د ملي مصالحې عالي شورا د ځوانانو کمېسیون د پرانستنې په مراسمو کې وینا اوروله وویل، چې د خپلې اینده په اړه د افغانستان د خلکو د اطمنان او د سولې پر پروسې د باور د لا  غښتلتیا په موخه باید طالبان اوربند ومني او د جګړې د شدت کچه راکمه کړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې  په اوسني وخت کې د جګړې د شدت کچه لوړه ده چې د منلو وړ نه ده خو په وینا یې، په همدې اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي، تر څو اوربند وشي.

ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري
ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري

هېره دې وي، چې له کابو دریو اوونیو راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دي.د حکومت مذاکراتي ټيم وایي، دوی په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه او د خبرو پر مېز د بحث وړ موضوعات طالبانو ته سپارلي او هغوی لا په خپلمنځي مجالسو بوخت دي.

د حکومت مزاکراتي ټيم د غړو په وینا، هیلمن دي چې اوربند به د مذاکراتو پر مېز د مطرح کېدونکو موضوعاتو په راس کې قرار ولري.خو دویی په دې هم ټینګار کوي چې دواړه لورې باید د بل خر څه نه زیات د اویربند خبره مطر ح کړي.تر څو په سوله باور زیات شي او افغانستان کې دایمي سوه راشي.

طالبان که څه هم په مذاکراتو کې د اوربند د موضوع له مطرح کېدونکو سره مخالفت نه ښيي؛ خو ټینګار لري، چې مذاکرات باید په اسانه او داسې موضوعاتو پیل شي، چې مشترکات پکې ډېر وي او په اساس یې د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړه شي.دویی چې دواړه لورې باید سولې تامین لپاره ګډ کار وکړي.

ولسمشرغني: دشپږ نیموبجو د جلسو فرهنګ به  ټولو ادارو کې الزامي شي

ولسمشر غني:د شپږ نیموبجو د جلسو فرهنګ به ټولو ادارو کې الزامي شي.د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.

په سر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ستاسو راتګ د کابل ښار د امنیتي ځواکونو او مسوولینو د انګېزې او هڅونې لامل کېږي. همدارنګه یې د شپږنیمو بجو د غونډو د شېوې په اړه هم معلومات ورکړل.ورپسې د کابل امنیتي مسوولینو، کابل ښاروالۍ، لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت، ترافیکو ریاست او د کابل امنیتي تړون مسوولینو او استازو چې د شپږ نیمو بجو غونډو غړي دي له جمهوررئیس سره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو ترڅنګ په اړوندو برخو کې خپل پلانونه وړاندې کړل.

ولسمشر غني د دغو معلوماتو او راپورونو له اورېدو وروسته د قانون ماتونکو پر وړاندې د شپږنیمو بجو غونډو لاسته راوړنې او شېوه وستایله او د هغو پر دوام یې ټینګار وکړ. د شپږ نیمو غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو فرهنګ د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.

د افغانستان جمهوررئیس د کابل ښار امنیت کې د ټولو د هلو ځلو او پرمختګ قدرداني وکړه او وې ویل، پلازمېنه باید خوندي ځای وي. کابل ښاریان باید د دښمنانو پر وړاندې چې د جمهوریت د ټولو ارزښتونو او ازادیو پر وړاندې جنګېږي بسیج او د امنیت او نظم په تامین کې د وطندارۍ حق ادا کړي. هغه زیاته کړه، د کابل شپږ نیمو بجو غونډو څخه مننه چې دا چوکاټ او ډیسپلین یې ایجاد کړی دی.

د هیواد جمهوررئیس همداراز لویې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې دوسیې دې پر وخت تعقیب او تر دوران لاندې دوسیو د ارزونې او پرمختګ سنجولو لپاره باید واضح روش رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د عدالت تامین زموږ اساسي کار او په دې برخه کې شجاعت او قاطعیت ته اړتیا ده.

ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د شپږ نیمو بجو غونډو د غړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وې ویل، ستاسو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي. هغه زیاته کړه، په ډېرو مواردو کې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت صلاحیت لري چې ستاسو ستونزې حل کړي.هېره دې نه وي چې د شپږنیمو بجو غونډه هره ورځ د امرالله صالح په مشری تر سره کیږي او امنیتي مسولینو ته پکې مختلف لار ښوونې کیږي

امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي

امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي.متحده ایالات خپلو هغه افغان کارکونکو ته وېزې ورکوي چې په افغانستان کې ېې دویي سره کار کړی.واشنکټن پوسټ اخبار دامریکا يي چارواکو له خولې وايي چې په کابل کې د امریکاایمبیسي د زرګونو افغانانو لپاره د ویزو ورکولو لړۍ پیلوي.

دغه افغانانو کې هغه کسان شامل دي‌ چې په تېرو دوه لسیزو کې ېې له امریکا يي ځواکونو یا ددوی اړوندو ادارو سره ترسره کړی.‌د امریکا متحده ایالاتو یوځل وړاندي ‌هم دا سلسله پیل کړې وه خو وروسته یې په نامعلوم دلیل وځنډوله؛ البته د همدې سلسلې په مټ په سلګونو افغانان د امریکا تر بیلا بیلو ښارونو ورسېدل.د امریکا متحده ایالاتو خپل ملاتړي‌ ځايي‌ ډېری کاکونکي ‌له عراق نه هم وایستل.‌که څه هم دا لړۍ د پخواني ‌ولسمشر ټرمپ د واکمني‌ په وروستیو کې پیل شوې

او ډونلډټرمپ امریکا ته د ورتلونکو مسلمانانو سره په یوه نه یوه بڼه په مخالفت تورن وو؛ خو اوس د جوبایډن د ولسمشري پر مهال ښايي ‌دا لړۍ لا نوره تېز شي. امریکا یو داسي‌ هیواد دی چې د نړۍ د خوارو او غریبو هیوادونو نېژدې هر چارواکی یې د لیدلو او هلته د اوسېدلو شوق او هیله لري. خو هم دغه هیواد ته ورتګ سخت دی.

که څه تر اوسه په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د امریکايي ادارو یا امریکا يي پوځ ملګرو او کارکونکو ته د وېزو د ورکړې رسمي‌اعلان ندی کړی خو داسي ښکاري‌ چې دا لړۍ ښايي د کارکونکو د امنیتي ‌خوندیتوب په موخه یا پر سفارت د حجوم په موخه پټه ساتل شوې وي.

امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي
امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي

بلخوا بیا دافغانستان ځیني ‌خلک په دې باور دي چې امریکا يي ځواکونو او مریکا يي ‌موسساتو او ادارو په افغانستان کې د کار پر مهال هم ورکړسان پر ځان را غونډ کړي‌وو او اوس هڅه کوي ‌چې په کار پوهه کسانو ژوند وژغوري ‌او د امریکا ته ېې ولېږدوي.تر څودويي هلته سم ژوند پیل کړي.

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ له غرمې وړاندې د هرات له ولسوالانو او د سیمه ییزو ادارو رئیسانو سره لیدل کتل وشو.

دغه کتنه کې لومړی د هرات والي ښاغلي قتالي خبرې وکړې او هرات ولایت په ځانګړي ډول د هرات مصلی، جامع جومات او نورو تاریخي او فرهنګي سیمو بیارغاونې ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او د هغه ولایت د عمومي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.وروسته د هرات د ښارجوړولو او ځمکو رئیس محمد فریدون د ښاري انکشاف چوکاټ کې د ښاري مدیریت لیدلوري په اړه د خپلو اهدافو او برنامو د تطبیق معلومات ورکړل وې ویل، دغه کار به د هرات ښار د تحول او منظم کېدو سبب وګرزي.

وروسته د هرات څارنوالۍ رئیس عبدالحق احمدي خبرې وکړې او د یادې ادارې د فعالیتونو د معلوماتو ترڅنګ یې وویل، د قانونیت، عدالت او انساني کرامت رعایت اصل د هغوی لومړیتوب دی، پراخ اصلاحات او له فساد سره یې مبارزه پیل کړې ده.د هرات د ګذرې ولسوال شیر اقا سروري د هرات د نورو ولسوالانو په استازیتوب خبرې وکړې

هغه وویل د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د ملاتړ ترڅنګ د ولسوالیو د امنیت تامین، د عام المنفعه پروژو د تطبیق، ملي دسترخوان برنامې او کارموندنې، د برېښنا تمدید، د څښاک اوبو، د روغتیایي خدمتونو ښه والي او په ولسوالیو کې پوهنې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي
ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي

وروسته ولسمشر غني وویل، د هرات والي عبدالوحید قتالي په هرات کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی دی او د دې ولایت ټولې ادارې باید د هغه د اوامرو متابعت وکړي.جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د نظام د راتلونکي په اړه اندېښنه ستاسو کار نه دی وویل، ستاسو کار خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول دي، اساسي خبره په افغانستان پورې اړه لري، واحد، خپلواک او ولسواک هیواد چې د اساسي قانون پر اساس به پر مخ وړل کیږي

چین دخپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي

چین د خپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي. دچین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې پروسې څخه په جرات ملاتړ کوي او هیله لري چې په سوله ییز افغانستان کې به دسیمي اقتصادي اړیکې لاپراخې شي.او ګاونډي هېوادونه به هم په امن کې اووسي.

دا خبرې په دوحه کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر زوجیان د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کې کړي دي.دطالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، دغه لیدنه نن ماښام  دوحه کې ترسره شوې د دواړو مشرانو او مل هیئتونو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې یې د خپلمنځي خبرو په روان بهیر او د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوي سولې  تړون د بشپړ تطبیق په هکله بحث شوی.

هغه ویلي، ددې ناستې پر وخت د چین ولسي جمهوریت سفیر «زوجیان» د بین الافغاني مذاکراتو روانې پروسې څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.هغه داسې لیکلي: «د چین سفیر دبین الافغانی مذاکراتو د پروسې څخه دخپل هیواد دپوره ملاتړ ډاډ وښود، او په افغانستان کې يې دسولې راتلو او ثبات قایم کيدو هيله څرګنده کړه، تر څو د افغانستان او چين اړیکې او اقتصادی پروژې لا پراختیا ومومی.

یاد ملاقات په ترڅ کې طالب چارواکو د چین له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس په مخنیوي او واکسین په برخه کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.دوی په اینده کې د ښه اړیکو په اهمیت هم ټينګار کړی او د دواړو هیوادونو ښه تعلقات ېې اړین بللي.

چین دخپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي
چین دخپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي

هېره دې نه وي چې تیرکال د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په ۱۸ میاشتني بهیر کې کله چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو ټویټ په کولو طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د طالبانو د سیاسي پلاوو پرلپسې سفرونه ددې باعث شول چې مزاکرات بیا بحال شول او د سولې په اړه ناستې وشوې.