Uncategorized

نیورالنک: د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تائید شول

د نیورالنک په نوم د ایلن ماسک کمپنۍ له امریکایي چارواکو څخه د اجازې ترلاسه کولو وروسته اوس کولی شي د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تجربه کړي

ماسک غواړي له دې ټکنالوژۍ څخه د فلج او ړندو کسانو په درملنه کې استفاده وکړي.

د امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د برین امپلانټ يا مغزي پيوند کمپنۍ نیورالنک شرکت ویلي دي چې د امریکا د خوړو او درملو سازمان له خوا یې د خپلې لومړنۍ انساني آزموېنې اجازه ترلاسه کړې ده.

د دغې کمپنۍ تر ټولو نوې لاسته راوړنه یو داسې چيپ دی چې د انسان په مغزو کې تر نصبولو او له کمپیوټر سره یې تر وصلولو وروسته په مرسته یې د مغزو له تل څخه مالومات او خاطرې ډاونلوډ کیدلی شي.

د یوه نوي رپوټ په حواله نیورالنک یو داسې عصبي امپلانټ يا پيوند تیار کړی دی چې بې له بهرني هارډ ویئر څخه په مغزو کې روان فعالیتونه د بې سیمه ټکنالوژۍ په مرسته لوستلی او خپرولی شي

نوموړي شرکت په یوه ټویټري پيغام کې دغه تائید یو مهم ګام بللی دی. دا یو داسې چيپ دی چې په مرسته یې له کمپیوټر سره تر نښلول کیدو وروسته د مغزو په ژورو کې مالومات او خاطرې ډاونلوډ کیدلی شي.

ایلن ماسک اراده لري چې له دې ټکنالوژۍ څخه د نابینا او فلج یا ګوزڼ ناروغانو د درملنې په برخه کې هم کار واخیستلی شي.

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

ماسک په یوه مرکه کې ویلي دي چې د بیزوګانو په مغزو کې د دغه چيپ نصبولو تجربه کامیابه شوې ده. پر بیزوګانو تر آزمایل کیدو وروسته ویل کیدای شي چې دغه تخنیک محفوظ او د باور وړ دی.

سائنسي کوښښونه

د مختلفو کمپنیو سائنس پوهان د مغزو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا پر تیارولو کار کوي، تر څو د ملا تیر (حرام مغز) د شدید ټپ درلودونکو کسانو د مغزو له څپو څخه په استفادې خبرې یا ټایپنګ وکولی شي.

نور ولولئ: کورونا ویروس له کومه راپیدا شوی – ایا ساینسپوهانو دا معما حل کړې؟

له ۲۰۱۹م کال وروسته ماسک لږ تر لږه څلور ځله وړاندوېنه کړې وه چې د هغه د طبي سامان آلاتو کمپنۍ به ډېر زر د فلج یا ګوزڼ او نابینایۍ په څیر پيچلو ناروغیو له پاره د انسان په مغزو کې د چيپ نصبولو آزمایش پيل کړي.

ویل شوي چې تر اوسه د انسان په مغزو کې د دې چيپ د نصبولو آزمایښت له پاره د داوطلبانو د نوم ثبتولو لړۍ لا نه ده پيل شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button